د ګناکارو حال

چې يې څودانې څيرې شيهغه مخ د مسخرې شيچې يوه وايي آ مرد دىنه هغه چې کيسې ئې دوې شيکه عزت غواړي جهان کېنو رښتيا دې يې کيسې شيکه مشهور شي په دروغونو رښتيايې هم بې ښې شيمنافق هغه سړى دىپه وعده کې بې وعدې شيمومن ډېر په وعده ټينګ ويکه يې سر ځي او يا پښې شيچې غيبت وايې ترې تښتهمخ يې تور غوښې يې شنې شيغيبت ګر هغه انسان دىچې کيسې يې شاپسې شيله هغې هم ليرې ګرځهچې بې لمونځ او بې روژې شيشرابي دى ډېر بوين دىپه نشه يې سترګې سرې شيهم يې عقل د شنه خره ويهم ملنګ د ميخانې شيقمار باز او سود خور يو ديهر څه ئې هير شي چې پيسې شيزناکار خو معلوم شى ويسړيتوب يې بې مزې شيحرامخور دى څو رقمهنس يې غټ سپى د کاسې شيد ظالم حال د ليوه دىګډبې وسو په رمې شيکه بې وسه شي نو ريږديتل پرې ګډې زلزلې شيپه زاريو کې ګيدړ ويته وا مړ شو پوزه ئې پرې شيغل په مثل د پيشو دىد مالو په وړو د شپې شيدا دى حال د ګناکارود غريبو د ښيرې شيبس اخر انجام خو مرګ دىد مرګي په توره پرې شي.
مومند محمدي اڅړ