په کونړ کې د3 افغان خبریالانو په اړه دجلالکوټ  ادبي خوځښت غبرګون

په کونړ کې د ٣ افغان ژورنالېستانو پروروستۍ ځورونې د جلالکوټ ادبي خوځښت غبرګون!
دا لومړى ځل نه دى چې واقعيتونو ته د ځان رسونې پرهڅو بوخت افغان خبريالان د جګړه ييزو غاړو لخوا کړول کېږي،د دې کارپرله پسې تکرار ښيي چې د روانې ناروا جګړې ټول سمبالګر د خپلو طبيعي ځانګړنو له مخې د ډېرو نورو ارزښتونو په شان د  ژورنالېستيکو ارزښتونو او واقعيتونو د رابرسېره کېدو خلاف هم دي.
جلالکوټ ادبي خوځښت خواشينى دى چې د همدې نارواوو په لړکې تېره اونۍ د الجزيرې نړيوال ټلويزون دوه افغان خبريالان(سيدعبدالله نظامي او سعدالله ساحل))او د افغان نيوز ټلويزون خبريال ذبيح الله غازي د بهرنيو ځواکونو لخوا د کونړ په بمبارځپلې غازي اباد ولسوالۍ کې ترنيول کېدو وروسته اته وېشت ساعته په ناحقه او ناروا ډول بنديان شول.
د خوځښت ټول غړي نه يوازې داچې د قانون خلاف داسې چارې په کلکه غندي او د نه تکرار غوښتنه يې کوي،له خپلو دې او نورو ټولو رېښتيامينو هېوادوالو غواړي چې د جبرګرو دې ګواښونو ته دې په نه پاملرنې سره همدغسې د خپلو مسلکي-اخلاقي او ملي ارزښتونو ملګري او د رېښتياموندنې مينه وال پاتې شي.
په همدې او په هېواد کې د روان ناورين له شيندل شوو اغېزو د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د قلموالو او روڼ اندو د خونديتوب په هيله!
ارشادرغاند
د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر
ننګرهار