دISI پخوانی مشر جنرال حمید ګل دافغان جګړې (جهاد!) دپروژې له مهمو مهرو څخه یو و، نوموړي هڅه کوله، چې جګړه او جنګ په افغانستان کې ګرمه وساتل شي او ددې هېواد له پولو بهر ونه وځي، ان په دې وروستیو کې یې هم هڅه کوله، چې دملا محمد عمر له مړینې وروسته تیت وپرک طالب جنګیالي راټول او دافغانستان پر ضد یې جګړې ته وهڅوي.
حمیدګل دپاکستان له ملي ګټو څخه تل دفاع کوله ان په دې اړه یې دیني ، اسلامي او عاطفي ارزښتونه دخپل هېواد له سیاسي ګټو څخه په ډېره اسانۍ قرباني کول.
په بله مانا له دین او مذهب څخه ورته پاکستان ډېر مهم و.
حمیدګل دافغان تنظیمي مشرانو لارښود او قبله وه ، همدې تنظیمي مشرانو ورته دومره اخلاص درلود،چې پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د۱۳۷۱ لمریزپه پای کې درسمي فرمان له مخې دځانګړي او ارشد مشاور په توګه ټاکلی و.
حمیدګل په ارګ کې رسمي دنده ترسره نه کړه ، خو دکابل په وزیر اکبر خان کې یې استوګنځای درلود، جهادي رهبران ، جهادي قومندانان وخت ناوخت دنوموړي لیدو ته ورته او نوموړي ته یې په میلمستیاوو کې سیالي کوله.
افغان لیکوال رزاق مامون لیکي:
په ۱۳۷۲ ز کې قومندان احمدشاه مسعود او ګلبدین حکمتیار بګرامیو ته څېرمه ناسته درلوده ، حمید ګل ددواړو ترمنځ دمصلح قهرمان په توګه ناست و، همدا حمیدګل و،چې دمسعود او حکمتیار ترمنځ یوساعته ناسته یې جمع بندي کړه.
وروستي