دعالي تحصیلاتو وزارت د ITبرخې مشر له هېواده تښتیدلې دی

عالي تحصیلاتو وزارت کې یوې باوري سرچینې روهي ویبپاڼې ته خبر ورکړې دی له کومې ورځې ،چې دکانکور پایلې اعلان شوې ددې وزارت دIT څانګې مشر سلیم ساعي دناروغۍ په پلمه له هېواد بهر ولاړ او ټاکل شوې وه ،چې دکب پر دوه ویشتمه بیرته راوګرځي .خو تراوسه نه دی راګرځیدلې .
سرچینه وايي : په کانکور کې ټوله درغلي دسلیم ساعي نوښت و ،چې دیو ځانګړي قوم او سیمې لپاره یې په خپل سر په پایلو کې لاسوهنه کړې ده .
یوې بلې سرچینې بیا روهي ویبپاڼې ته وویل : سلیم ساعي په لبنان کې دی او کېدای شي بېرته راستون نه شي ځکه داسې اوازې دي ،چې کېدای شي لویه څارنوالۍ دسلیم ساعي په ګډون دکانکور دکمیټې رییس او نور اړونده چارواکي ددرغلیو په تور ونیسي .
دیادونې ده ، چې دوزارت پر ضد تر اوسه درې ځل لاریون شوې دی او ګډونوالو یې غوښتنه کوله ،چې پایله دې لغوه او وزیر دې ګوښه او محکمې ته معرفي شي .