
محمد رفيع
واکمن
خو په افغانستان کې دا هر څه بل ډول دي، ځکه په افغانستان کې زمونږ ملکي او نظامي چارواکي
فکر کوي چې یوازې د خپل کور، کورنۍ د سر او مال ساتنه او هوساینه ددوي دنده ده او ملت
خپله پوهېږي کار او
مسوولیت يې.
ښې بېلګې یې د هېواد وروستۍ پېښې دي چې په کابل، کندهار،
ننګرهار او کندوز کې په ډېرې اسانۍ او کرارۍ سره تر سره شوې او د هرې ورځې په تېرېدو
سره تر سره کېږي او مونږ به هرې ورځې په تېرېدو سره د خپلو مسوولینو او چارواکو د بې
کفایتۍ او ناوړه مدیریت او بېغمۍ له لاسه بې ځایه او بې کوم دلیله وژل کېږو، ټپي کېږو، رټل کېږو، بې عزته کېږو، لوټل
کېږو، په بمونو او راکټونو ټوټې ټوټې کېږو او.... ځکه ګناه مو دا ده چې:
۱- چې په افغانستان کې اوسېږو.
۲- افغانان یو.
۳- مسلمانان یو.
۴- د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره له دولت او
نورو موسساتو او بهرنیانو سره کار کوو.
۵- د پاکستان، ایران، روسې او نورو
هېوادو ګانډویانو یو.
۶- د نړیوالو او ګاونډیانو لپاره د
جنګ ښه میدان یو
۷- د بې کفایته او ناوړه اداره چیان
او مسوولین زمونږ چارواکي دي.
۸- مکافات او مجزات بېخې وجود نلري
مګر افسوس چې زمونږ ملکي او نظامي چاروکي په ډېرې بې شرمۍ
او بې غیرتۍ سره له دې چې په خپلو دندو او مسوولیتونو کې د هرې ورځې په تېرېدو سره
پاتې راځي بیا هم د خپلو شخصي ګټو لپاره له خپلو دندو او مسوولیتونو ځینې استعفاء څه
چې تر مرګه یې هم ځینې نه تېرېږي او فکر کوي چې دغه څوکۍ او مقامونه ددوي میراث دي.
۴۰ ۷۰ دا پېښه د ننګرهار ولایت د چارواکو او مسوولینو بې کفایتي
او عدم توجه او پاملرنه له ورایه ښکاره کوي، ځکه چې دغه پېښه ددوی د بې کفایتۍ او ډېر
کمزورې مدیریت ثابتوي، د ننګرهار شاهي ماڼۍ یوازې د بې ځایه جلسو، خبرواترو، ټوکو ټکالو،
سندریز بنډارونو، ګډاګانو او نڅاوو، د پستو، بادامونود عیش او عشرت ځایه نه بلکې د
دغې ولایت د سولې، ارامۍ، د خلکو د هوساینې، د هغوی د سر او مال د ساتلو لپاره پکې
دولتي چارواکي باید شپه او ورځ نه ستړې کیدونکي کار وکړي.
د یادونې وړه چې د ننګرهار، کندهار او کندوز والي صاحبان،
امنیتي چارواکي او نور مسوولین دې باید ژر تر ژره استعفاء ورکړي او پر دې، دې اعتراف
وکړي چې دوي نور ددې خاورې او ملت د سر او مال په ساتلو او خوندیتوب کې پاتې راغلي
او په سړیتوب سره استعفاء کوي او هېوادوال
هم د افغانستان له ښاغلي ولسمشرڅخه په ډېرې عاجزۍ او امیدوارۍ غوښتنه او زارۍ کوي چې
د خداي لپاره لومړۍ د ننګرهار، کندهار، کابل او کندوز بې کفایته چارواکي له دندو ګوښه
کړئ حتا د ددغو ناخوالو او وروستیو پېښو د سپیناوۍ لپاره باید ملت ته ځواب ووايي.
افغانان نه پوهېږي چې ولې د هېواد ښاغلي مشر غلی ناست دي
او دا هر څه په رڼو سترګو ګوري او د مسوولینو بې کفایتۍ ته کلک او غاښ ماتوونکي ځواب
نه وايې، ولې له دوی نه پوښتنه نه کوي؟ ولې ....؟