له شمشاد نړيوال تلويزون او اتصالاتو مخابراتي شرکت څخه مننه



د فبرورۍ له ۱۰ نېټې دکال ۲۰۱۲ د شارجې ښار د افغانستان او پاکستان د کرکټ ټیمونو د یوې ورځنۍ نړیوالې لوبې کوربه و.
دغه لوبه د اتصالاتو د مخابراتي شرکت په مرسته د شمشاد نړیوال تلویزون له خوا په نیغه او ژوندۍ بڼه یې هېوادوالو او ټولو هغو خلکو ته چې د کرکټ له لوبې سره مینه لري خپور کړ.
دا یو جوت حقیقت دی چې افغانستان د کرکټ ملي لوبډله لس کلنه تجربه لري مګر په داسې حال کې چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله د شپېتو کلونو نه زیات د کرکټ د لوبې تجربه لري او ور سره سره د لوبو لپاره ښکلي او په نړیوال معیارونو برابر د کرکټ د لوبو میدانونه او لوبغالي لري.
 
زه د پرونۍ لوبې په اړه پر څو اړینو او ښو ټکو باندې لنډه تبصره کوم
 
۱ـ    د نړیوال کرکټ بورډ(ICC)  له خوا د افغانستان د کرکټ ټیم ته د پاکستان په خلاف یوه ورځنۍ نړیواله لوبه ددې ښکاروندي کوي چې اوس د کرکټ نړیوال بورډ (ICC) په دې باوري دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هم کولای شي د نړۍ له نورو پیاوړو، ښو او با تجربه ټیمونو سره د برابرۍ جوګه دي.
۲ـ    یوه ستر او روښانه توپیر د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په لوبغاړو کې لیدل کېده، چې د پخوا په پرتله اوس ډېر په مسلکي او معیاري توګه یې لوبه کوله.
۳ـ    په دې خو ټول باوري و چې پاکستان به دغه لوبه وګټي، مګر افغان لوبډله د پاکستان لوبډله تر کلک فشار او تاثیر لاندې راوستې وه او په اسانۍ سره یې دغه هدف تر سره نکړ چې دا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د ویاړ ځای دی.
۴ـ    د شارجې په لوبغالي کې چې یو شمېر زیات افغانان راټول شوي و، نړیوالو ته څرګنده کړه چې دوی یو مټي دي، تل د خپلو اتلانو ملاتړ کړي، دوی یې تل نازولي او د دوی سره اوږه په اوږه ولاړ دي... چې پرون بهرنیو ویاندانو هم دغه خبره تاييدوله.
۵ ـ   یوه بله اړینه خبره چې د حمید حسن نه شتون و په دغه لوبه کې روښانه کړه چې د افغانستان د کرکټ بورډ باید د کرکټ په برخه کې د نورو ځوانانو په روزلو او تربیه کولو سخت کار وکړي او د ځینو لوبغاړو تش ځایونه پوره کړي.
۶-    دا چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله تر ډېرې مودې راهیسې د ترینر یا کوچ د نه لرلو په ستونزه اخته و او کله به یو او کله به بل ترینر یا کوچ دوی ته ور وپېژندل شو، چې د لنډې مودې نه به یې خپل کار پرېښود چې دا د لوبغاړو په روحیه او کار باندې ډېره بده اغېزه وکړه او پرون یو نوی پاکستانی ترینر ښاغلی اقبال سکندر په لوبه کې را څرګند شو.
۷ ـ   په دغه لوبغالي کې تر ټولو زیاتې چکې ووهل شوې.
۸-    پاکستان تر ټولو غښتلي لوبغاړي دې لوبې ته ور پېژندلي وو.
 
یوه ډېره اړینه خبره چې ما د دوستانو له خولې واورید هغه دا چې په لومړي ځل د طالبانو په ویپ پاڼه کې د دوي د بري دعا شوې ده چې په رښتیا هم حیرانوونکې خبره ده، مګر له طالب ورونو ځینې هم یوه نړۍ مننه چې له دوي سره دي او د دوی د بریا غوښتنه کوي.
زه په اخر کې د اتصالاتو د مخابراتي شرکت او شمشاد نړیوالې تلویزوني شبکې نه نړۍ نړۍ مننه کوم چې ډېریو افغانانو او هېوادوالو ته د دغې سترې لوبې د لیدو او نندارې لپاره چانس برابر کړ.