
د کونړ ولايت د غازي اباد ولسوالۍ د تېرې ورځې د
عملياتو د رپورټ ټولوونې په وخت د ختيځو سيمو ٢ تنه فعال خبريالان سيد عبدالله
نظامي د الجزيره تلويزيون خبريال او ذبيح الله غازي د سلام وطندار او افغان
تلويزيون خبريال او د ننګرهار رسنيو کور مخکينى همکار، د ائتلافي ځواکونو له خوا
نيول شوي دي.موږ ته ددغو ٢ تنو خبريالانو دنيونې څرنګوالى نه
دى معلوم، خو دا که په هرنامه نيول کېږي، د خپلواک ژورنالېزم د پراختيا او د بيان
د خپلواکۍ پر سر يې يو ګوزار بولو.ننګرهار د رسنيزکور په کونړ کې له مېشتو ائتلافي
ځواکونو او د افغان دولت له امنيتي ادارو نه غواړي، چې دواړه نيول شوي خبريالان ژر
خلاص کړي.د افغانستان پر خبريالانو او رسنيزو ټولنو هم غږ
کوو، چې ددغه خبريالانو د ژر خلاصون لپاره زموږ له غږ سره خپل غږ په ګډه پورته کړي
په درنښتننګرهار رسنيز کورميديوتيک افغانستانجلال اباد