خوست کې دوه تنه ماشوم تښتونکي له ماشوم سره نيول شوي

د خوست امنيتي پوليسو د دغه ولايت په تڼيوولسوالۍکې دوه سړي تښتونکي چې څه موده وړاندې يې يوماشوم تښتولی وو، له تښتول شوي ماشوم سره يوځاى نيولي او راخوشى کړي ماشوم يې خپلې کورنۍ ته سپارلى دی.  ياده دې وي چې پوليسو يوسراچه موټرچې څوتنو غلو له يوتن نه تښتولى و، هم نيولى دى، د چارواكوپه خبره چې دغه موټريې د خوست ښار ختيځ ته د زاړه هوايي ډګر سره نږدې له تښتوونكو نيولى خو په تور يې څوك نه دي نيول شوي.
د ياده ولوده چې په دې وروستيوكې له يوې خوا د پوليسو پرلاس د په غلاوو د تورنو كسانو دنيولو او ترڅنګ يې د موټرو د تښتولو پېښې زياتې شوي دي.
 د يو بل رېپوټ له مخې،  د خوست امنيتي چارواكي وايي چې پوليسو يې دوه تنه ماين ښخوونکي نيولي دي، د چارواكو په خبره چې دغه كسان يې له يوې ماين چاودنې وروسته هغه مهال ونيول چې د پېښې له ځايه په تېښته وو.