خوست: تر چاودنې وروسته دوه شکمن کسان ونيول شول

د خوست په امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونوسره د مبارزې مديرسمونوال نجيب الله سرتيروايي چې د مندوزيو ولسوالۍ پوليس په ګزمه وو چې په رنجرموټريې د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه د چارواكوپه خبره چې چاته يې زيان ونه رسولو خو وروسته په سيمه کې دوه تنه په داسې وخت ونيول شول چې د پېښې له ځايه په منډه وو، د جنايي امر زياتوي چې له دغوكسانوسره يې داسې څه موندلي دي چې له دې پېښې سره د تړاو شك پرې كيږي.