چارواکي: پر کابل بانک د بريدکوونکو په ډله کې يو پاکستانی هم نيول شوی

د ننګرهار وﻻيت د پوليسو سرچينې وايي، چې پر کابل بانک باندې د بريد کوونکو په ډله کې يې يو تن پاکستانی هم نيولی دی.  سرچينه زياتوي، چې دوی درې تنه بريدکوونکي نيولي ، چې دوه يې افغانان او يو يې پاکستانی دی او د پلټنو په لړ کې يې اعتراف هم کړی .
تيره شنبه يو شمېر وسله والو د جلال اباد په ښار کې پر کابل بانک بريد وکړ، چې نښتو پر مهال 42 تنه ووژل شول او 70 تنه هم ټپيان شول. په وژل شوو کې يې شل تنه پوليس دي.