ايران کې نيول شوي جرمني خبرياﻻن تر خلاصون وروسته خپل هېواد ته رسيدلي

د ايران حکومت دوه تنه جرمني خبرياﻻن په دې تور نيولي وو، چې په دغه هېواد کې يې قانون تر پښو ﻻندې کړی. دغه خبرياﻻن د تبريز په ښار کې وروسته له هغه نيول شوي وو، چې دوی غوښتل پر اعدام باندې يوه محکوم بندي سره مرکه وکړي.دغه خبرياﻻن په لومړي سر کې په شل مياشتو بند محکوم شوي وو لېکن وروسته د نقدي جريمې په ورکولو سره  له بنده ازاد شول. دغه خبرياﻻن تيره ورځ خپل هېواد ته ورسيدل.
د يادونې وړ ده، چې په ايران کې نه يوازې خبرياﻻن بلکې ټول بهرنيان سخت تر کنټرول او څارنې ﻻندې دي. دغه تدابير وروسته له هغې نور هم سخت شوي، چې په تونس ، مصر او نورو عربي نړۍ کې د خلکو پاڅونونه وشول او ايران يې هم له تاثيره څنګ ته پاتې نشو.