اسلام اباد : ريموڼد ډايوس ډيپلومات نه ، بلکې څارګر دی

په ISI کې یو لوړپوړي چارواکي اوس دا ومنله ریموڼد ډایوس ،چې دجنورۍ په پای کې په لاهور کې نیول شوی دا دامریکايي استخباراتو پټ جاسوس دی پر نوموړي تور دی ،چې دوه پاکستانیان ېې وژلې دي .
دا لوړپوړې چارواکې وايي : اوس ذره شک هم نشته ،چې دا ډیپلومات نه ، بلکې څارګر دی ریمونډ وايي ما دا دوه کسه ځکه ووژل ،چې زما دوژلو نیت ېې درلود خو عدلي طب وښوده ،چې دا دوه تنه دشا لخوا پر ډزو وژل دی د ریمونډ نیونې دواشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دی .
امریکا غواړي چې نوموړی دې سمدلاسه خوشی شي ځکه دا ديپلوماټ دی خو پاکستان ېې نه مني او وايي ،چې له ریمونډ سره داسې وسایل موندل شوې دي ، چې هغه دجاسوسۍ لپاره کارول کیږي .
دیادونې ده ،چې دپاکستان دبهرنیو چار و پخوانی وزیر شاه محمود قریشي دهمدې ډيپلوماتېکې ستونزې له کبله خپله دنده پرېښوده .