
د کونړ غازی اباد ولسوالۍ
کی د امريکايي بيرحمانه بمبارپه نتيجه کې د معصومو ملکی
افغانانو د شهاد ت په اړوند د اسلامی امارت اعلاميه
په افغانستان کی د امريکا ترمشری لاندی، يرغلګرو
قواوو پنځه ورځې وړاندې د کونړ ولايت د غازی اباد ولسوالی په ادرګل ،څوکۍ اويګل
سيمو کی په ولسی کورونو هوايی بريدونه کړی چی د هغو په نتيجه کی ۷۰ کسان عام وګړي چې ټول سپين ږيري
،ښځې او بي ګناه ماشومان دي په شهادت رسيدلي اودِغه راز ګڼ شمير نورټپيان شوي
چی دغوکسانوله هيچاسره هيڅ کوم پوځې تړاو نه درلود بلکې عام مظلوم
وګړي وه امريکايانو نوموړی بمباری هغه وخت وکړه کله چی خلک د شپی له خوا په
خواږه خوب ويده وو، دغه راپور
په کونړکې دکابل ادارې چارواکوهم تايدکړی ده د امريکايانو له خوا د ملکی
وګړو تلفات پداسی وخت کی پيښيږی چی څو ورځی مخکی ، دملګرو ملتونو ادارې
پخپل يوه رپوټ کی ادعا کړی وه چی د امريکايانو او دهغوی د متحدينو په عملياتو کی د
ملکی کسانو د تلفاتوشميره
ډيره را ټيټه شوی ده خودملګروملتونوله دې رپوټ نه لا يوه اونی نه ده تيره شوی چی سخت
زړو امريکايانو يوځل بيا قتل عام ته لاس اچولی اوهغه ده ډير معصوم افغانان يی يوځل
بيا په وير کې کښينول ، لاتراوسه پورې دبشردحقوقوتش په نامه مدعيانو ددې نوې
پيښې په اړه کوم غږنده پورته کړي خوکله چې دمحاسبې وخت رارسيږي بيادغه تش په نامه
دحقوقومدعيان اوورسره په استعماري اهدافوکې شريکه آزاد ډوله ميډيااکثره د داډول
ملکي تلفاتوپړه په اسلامی امارت وراچوي اوهڅه کوي چې څو په هره ممکنه وسيله
کيدلای شي له دی لاری داسلامی امارت په اړه تروسه وسه منفي تبليغات وکړي، دبهرنيو
يرغلګرو په جناياتو پرده واچوي او په دې توګه عامه افکار اغفال کړي . .
مونږ د کونړ په غازی اباد کی د امريکايانو د بيرحمانه بمباری په وجه
د ملکی افغانانو د تلفاتو پيښه په کلکه غندو او دايونه بښونکی بشری
جنايت بولو. همداراز موږ خپل مظلوم ولس او دشهيدانو کورنيو ته اطمئنان ورکوو
چی ستاسی مجاهد وروڼه به د دغوشهيدانو د وينو انتقام له وحشی
دښمن نه د جګړی په ميدان کی اخلی. يرغلګره امريکا او دهغی قاتلوانډيوالانوته
هم وايو که تاسی دا ګڼی چی د بي ګناه افغانانو په شهادت سره به د افغانانو
ارادی کمزوری کړی او يا به د هغوی په زړونو کی ډار او ويره واچوی، نو دا ستاسی
فکري کمزوري او له دې ملت نه ،نه پيژندنه ده . ستاسی په ناروا اعمالو
سره د افغانانو جهادی يون نورهم غښتلی کيږی او ډير ژر به تاسی پخپله
په هغه توپان کی محوه شی چی هغه د تاسی د ظلم، غرور، وحشت او بی رحمانه اعمالو په
وجه را روان شوي او دخپل مقصدپه لورګړندۍ څپې غزوي .انشا الله. وماذلک
علی الله بعزیز
دافغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۲/۰۳/۱۷ ه ق
۲۰۱۱/۰۲/۲۱م