
پرون ماښام په کونړ کې میشت امریکايي ځواکونو
دالجزیرې دوه تنه سیمه ییز خبریالان عبدالله نظامي او سعدالله ساحل دکونر په غازي
اباد ولسوالې کې نیولې دي .
دوی غازي اباد ولسوالې ته تللې و ، چې دملکي وګړو
دوژنې او بمبارۍ په اړه تصویري راپور جوړ کړي ،چې دراستنیدو پر مهال امریکايي
ځواکونو ونیول او له ځان سره ېې دناړۍ ولسوالې بیس ته بوتلل اوس په کونړ کې له امریکايي ځواکونو سره بندیان دي همدارنګه
دافغان نیوز سیمه ییز خبریال ذبیح الله غازي هم په نیول شوو خبریالانو کې
دی .
دیادونې ده ،چې امریکايي ځواکونو څه موده وړاندې
په غزني او کندهار کې دالجزیرې سیمه ییز خبریالان نیولې او له څلورو ورځو بند
وروسته ېې راخوشی کړل .