مولوي فضل الهادي شینواری  ومړ

 دافغانستان دعلماوشورا مشر شیخ الحدیث  له اوږدې ناروغۍ وروسته  ومړ  نوموړی  ددرملنۍ لپاره  هندوستان ته استول شوې و ویل کیږي ،چې مولوي شینواری  دوه میاشتې دکوما په حالت کې و . دمولوي شینواري زوی  وجیه الرحمن روهي ویبپاڼې ته وویل : نوموړی  بیګا څلور بجې په هندوستان کې وفات شوی دی او نن ېې جنازه کابل او له دې ځایه بیا جلال اباد ته لیږدول کیږي .
مولوي شینواری  دپخواني پاچا ارواښاد محمد ظاهر شاه له کلکو پلویانو له ډلې څخه  دحامدکرزی  په لنډمهاله  دوره کې دافغانستان دسترې محکمې رېېس  و ،چې وروسته بیا دعلماو شوری مشر شو نوموړی  په  هندوستان کې وفات شوې دی .