
وروسته له دې
،چې په عربي نړۍ کې وضعیت دترینګلتیا لور ته روان دی یو شمېر چارواکي داصلاحاتو او
سمون ژمنې کوي یو شمېر نور بیا د تقاعد لېوالتیا څرګندوي په
دې لړ کې دسوډان ولسمشر عمر البشیر دی
نوموړي دخپل ګوند یو شمېر ځوانانو
سره په ناسته کې وویل : دفساد دمخنیوي په
موخه مې یو کمیسون جوړ کړی دی او دا
وړاندیز مې هم کړې دی ،چې له دې
وروسته به ډیپلوماتان او نور دولتي چارواکي په
شپیته کلنۍ کې تقاعد کیږي .
کتونکي وايي د
عمر البشیر دا ډول یو نوښت موخه داده ،چې داپوزیسیون غوسه راکمه کړي او ځان له جنجاله خلاص کړي .
عمر البشیر ،چې
اوس 67 کلن دی
په 1989ز کې ېې دکودتا له لارې واک ونیوه
او دنړۍ په کچه یوازینۍ ولسمشر دی ، چې دهاګ نړېوالې محکمې ېې دمحاکمې
غوښتنه کړې ده .