د ټاټا کمپني  د نړۍ تر ټولو ارزانه موټر بازارته وړاندې کړ

د هندوستان د موټر جوړولو تر ټولو لويې کمپني ( ټاټا )   د نړۍ تر ټولو ارزان بيه موټر بازار ته وړاندې کړ . دغه موټر ، چې بيه  يې يو لک هندي کلدارې يا 2500 ډالره ده د په بڼه کې د جرمني سمارټ موټرو ته ورته دی  ، د جنورۍ په لسمه نېټه د موټرو په يوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو . شنونکي وايي ، چې د دې موټر په راوتو سره ښايي د موټرو په بيه کې انقلابي بدلون راشي .