
د پروان وﻻيت د عليزيو په سيمه کې،
د وسله والو مخالفينو په بريد کې يو تن فرانسوی سرتيری وژل شوی او دوه تنه نور
ټپيان شوي دي. د فرانسوي حکومتي سرچينو د
رېپوټونو له مخې په ټپيانو کې د يوه تن
حالت نازک ښودل شوی.
دغه بريد تير مازديګر ناوخته شوی
او دا 54 ام فرانسوی سرتيری دی ، چې په افغانستان کې وژل کيږي. د فرانسې
جمهور رييس نيکوﻻی سارکوزي د وژل شوي کورنۍ ته
تسليت ويلی.
د فرانسې هېواد په افغانستان کې شا
و خوا څلور زره سرتيري لري، چې د ناټو تر کوماندې ﻻندې په افغانستان کې په جګړيزو
عملياتو کې برخه اخلي.