
پاکستاني طالبانو د ای اس ای د
پخواني کارکوونکي ، سلطان امير تارار ، چې
په امام کرنيل باندې مشهور و، د وژل کيدو ويډيو د يوټوب له ﻻرې په ډاګه کړه .
کرنيل امام تير کال په قباييلي
سيمو کې دوسله والو لخوا داسې مهال تښتول شوی و، چې له يوه بهرنۍ ډلې سره د يوه
فلم د جوړولو لپاره سيمې ته ورغلی و. ويل کيږي، چې د افغاني طالبانو سره د خپلې دندې پر مهال نوموړي ډېرې اړيکې
درلودې.
د ويډيو فلم د کتلو لپاره دا ځای
کليک کړئ : ويډيو. په دغه ويډيو کې د سيمه ييزو طالبانو مشر حکيم الله محسود هم ليدل کيږي، چې له نورو وسله
والو سره يو ځای دی.