
د رويټرز خبري رسنۍ ، د کونړ والي له قوله خبر ورکړی، چې په تيرو څلرو ورځو کې په
دغه وﻻيت کې، د ناټو او افغان ځواکونو په عملياتو کې 64 تنه ملکي خلک وژل شوي دي، چې زياتره يې ښځې او
ماشومان دي.
د نوموړې رسنۍ د رېپوټونو له مخې، د کونړ والي فضل الله
واحدي نن ورځ دوی ته ويلي: (( دغه کسان د هوايي او ځمکنو عملياتو په لړ کې د غازي
اباد په سيمه کې وژل شوي دي )).
نوموړې والي زياته کړې ، چې په وژل شوو کې20 تنه ښځې 29 تنه ماشومان او15 تنه هم سپين ږيري او بالغ
کسان وو.
د يادولو وړ ده ، چې يو زيات شمېر ملکي خلک د امريکايانو
په هوايي بمباريو او د شپې له خوا په ځمکنو عملياتو کې وژل کيږي.
د ايساف ځواکونو چارواکو ويلي، چې دوی د دغه عملياتو په
هکله پلټنې پيل کړي او دوی ته د ټپيانو په هکله رېپوټونه رسيدلي خو د وژل شوو په
هکله يې ناخبري ښودلې.