د زین العابدین په  ماڼۍ کې په میلونو ډالر وموندل شول

د تونس حکومتي تلویزون  داسې یوه ویډیو خپره کړه ،چې دزین العابدین په یوه ماڼۍ کې  زیرمه  او پټ شوي  سره زر او  نغد ډالر په خوندي ځای کې   ساتل کېدل . زین العابدین  د روان کال په جنورۍ کې دپراخه ولسي پاڅون په پایله کې له واکه ګوښه  او خپله سعودي عربستان ته وتښتېده .
ويډیو ،چې  قرطاج ماڼۍ ته څيرمه دبوسیعد په سیمه کې دیوې ماڼۍ څخه جوړه شوې وه څرګنده کړه ،چې په دې ماڼۍ کې په میلونوډالر، یورو ، سره زر ، الماس  په ډېر مهارت  په الماریو ، کتابونو کې ځای پر ځای شوې و .
د تونس حکومت وايي دا ټوله غلا شوې شتمني به په هغو تونسیانو وویشل شي،چې اقتصادي وضعیت ېې داندېښنې وړ دی په تونس کې دسرسړي ورځنی عاید لس ډالره دی . اروپايي ټولنې ، فرانسې ، سویس خبر ورکړې دی ، چې موږ به  د زین العابدین  ټوله شتمني کنګل کړو .