
نیویارک ټایمز
ورځپاڼې په خپل لومړني مخ کې دا خبر خپور
کړې ،چې دمصر مشهور دیني عالم ډاکتر یوسف القرضاوي راستنېدنې په لویدیز کې اندېښنې رازیږولې دی .
ورځپاڼه وايي : ډاکټر القرضاوي متحده ایالاتو او انګلستان ته له ورتګ منعه اعلان شوی دی نوموړي پنځوس کاله وروسته په مصر کې
دجمعې لمانځه لپاره دخطبې او
امامت چانس وموند دا له مبارک دګوښه کېدو راوروسته د نوي حکومت دجوړښت او د لاریون څرګند اواز ګڼلې شي .
یوسف القرضاوي ،چې په الجزیره تلویزون کې مشهور دیني پروګرام لري او کتونکو ېې لسګونه میلونه دي
دالتحریر په میدان کې دلاریون
ګډونوالو ته وویل : دا لاریون
ولمانځې نوموړي له مصریانو او عربانو وغوښتل
،چې تاریخ مه وژنې ځکه اوس عربي نړۍ مخ په
بدلیدو ده .
نیویارک ټایمز کاږي
القرضاوي ،چې له ډېر شهرت څخه برخمن دی لویدیز اندېښمن کړې دی او دا
ستنېدنه ورته ګواښ ښکاري .
که څه هم
القرضاوي دسپټمبر پېښې غندلې دي ، خو په فلسطین کې داسراییلو او په عراق کې دامریکایانو پر ضد د مقاومت ملاتړ
کوي .
دامریکايي ورځپاڼو له انده
القرضاوي دجمعې ورځې په خطبه کې
دډیموکراسۍ په اړه ټینګار کاوه نوموړي دلومړي ځل خپله خطبه په دې ټکو پیل کړه : ای
مسلمانانو ای قبطیانو !! القرضاوي مسلمانان او قبطیان وستایل ،چې اوږه په اوږه ېې
لاریون پیل کړ .