
دعرب لیګ مشر
عمرو موسی وايي زه نیت لرم ،چې په مصر کې دولسمشرۍ په راتلونکو ټولټاکنو ځان کاندید کړم دمګړۍ د ټاکنو مهالویش معلوم نه دی خو اټکل ،چې په راتلونکوڅومیاشتو کې به ترسره
شي .
موسی وايي زما
ټاکنیز پروګرام دهغو ټولنیزو ستونزو له
منځه وړل دي ،چې له پخواني نظام مصریانو ته په میراث راپاتې شوې دي موسی دلومړي ځل لپاره داخوان المسلمین
په اړه وايي : دوی اوس یو ځواک دی
له پامه غورځول ېې ګټه نه لري دوی اوس
مشروعیت تر لاسه کړې دی
اوس ، دوی پر عامه ذهن ېې خپل اغیز لري .
موسی دشلمې پیړۍ
په نهمه لسیزه کې دمصر دبهرنیو چارو وزیر و دخپل محبوبیت له کبله
مبارک له دندې ګوښه کړ نوموړی دعربو له مشهورو ډیپلوماتانو څخه ګڼل کیږي ځینې داسې دریځونه ېې راخپل کړي
،چې تر اوسه ېې عربان یادوي په وروستیو دوو کلونو دا خبره زمزمه کېده چې عمروموسی د مبارک وړ ځایناستی دی .