کاپران

مومند محمدي اڅړ
په زړه مې له زغم دروند بوج احساساوه له ډېره قهره مې سر په چاوديدو ؤ ما وې چې اسمان مې په سر راپريوتى سر مې چورليده او هوا مې په مخ بده لګيده د سترګو کونجونو مې اوښکې کولې پښې مې سستې وې لمر راباندې داسې لګيده لکه کوم جلاد چې مې په سر په اور سره شوي سيخونه ننباسي عبدالباسط پټکى په سر نور هم راکوږ کړ او په شمله يې خولې وچې کړې دواړه څپرې ته ننوتو او د کربړو په کټونو بې سيکه ورکيناستو تمانچه مي له ملا راخلاصه کړه او څنګ ته مې کيښوده يو تن پاڅيده او د مخامخ کټ لنګې ته  له ايښي منګي يې اوبه راوايستې او رايې کړې ما هم په يوه سا وڅښلې لږ يې راژوندى کړم....
مشر سر راپورته کړ : کار يې خراب کړ؟
-         هو.
-         پته يې ونه لګيدله؟
-         د هماغه کليو څخه چې سرک يې تر مينځ تير دى کوم څوک به وي.
-         اجب خلک دي جهاد د دوى په ځاى هم موږ کوو او بيا راته مشکل هم پيدا کوي!
-         کاپران يې بيا کورونه تلاشي کوي.
يو تن په منډه راننوت: خبر راغى چې په کاپرانو پسې ماين د شنډولو پر مهال چاودلى شاوخوا يې ډزې وکړې او يو کوچنى ماشوم سر ته لګيدلى.
مشر موسکى شو خو ژر يې په څيره کې بدلون راغى او ويې ويل: د دوى....