
وروسته له هغې، چې جمهور رييس بارک اوباما د قدرت په ګدۍ
کېناست ، يوه ژمنه يې دا وه ، چې په يوه کال کې به د ګوانتانامو زندان تړي.
وروستي رېپوټونه وايي، چې د امريکا دفاع وزير رابرټ ګېټس
ويلي، چې دغه زندان ځکه نه تړل کيږي، چې سنا يې مخالفت کوي او دوی غواړي په
القاعده پورې اړوند ترهګر په خپله خاوره کې تر کنټرول ﻻندې ولري.
د يادولو وړ ده ، چې په دغه زندان کې اوس هم 172 تنه بنديان موجود دي او
داسې افغانان هم په بند کې دي، چې له القاعده او ترهګرۍ سره هېڅ ډول تړاو نلري. پر
امريکا حکومت له دې امله هم زياتې نيوکې وشوې، چې په بند کې يې يو افغان ماشوم هم
د ترهګرۍ په تور ساتلی و.