
بسم الله
الرحمن الرحيم
ځوانان چې د ټولنې د ملا تير ګڼل کيږي، د ټولنې په
مختلفو ډګرونو کې اغېزمن رول لوبولی شي. ځوانان د يوه هېواد بنسټيزه سرمايه ګڼل
کيږي، هر ملت پدې لټه کې دی تر څو خپل ځوان نسل په سالمه روزنه سمبال کړي تر څو په
راتلونکو بېلابېلو ډګرونو کې بری تر لاسه کړي. همدا لامل دی کله چې څوک د یوه ولس
راتلونکي ته ښه نيت ونه لري؛ نو کوښښ کوي چې ځوانان يې بې لارې کړي، او د کوم ولس
ځوانان چې بې لارې او د خپلو مسؤليتونو څخه ناخبره شول، هيڅ وخت به د پرمختګ په
لور ګام پورته نه کړي.
کله چې روسانو د افغانستان په سپيڅلي حريم يرغل وکړ، او
افغان ولس يې تقريبا لس کاله په ظلم وحشت او بربريت وکړاوه، او په ميلونونو
افغانان يې ګاونډيو هېوادونو ته د کډوالۍ لپاره اړايستل، کورونه يې کنډوالې ميندې
يې کونډې او بچيان يې يتيمان کړل، همدغه ځوانه طبقه وه چې په خلاف يې په سپيڅلي
جهاد لاس پورې کړ، او د کلک مقاومت څخه وروسته يې داسې يوه تاريخي ماتې ورکړه چې نړې ورته ګوته
په غاښ پاتې وه.
نو هر کله چې ځوانان د ټولنې د پرمختګ او په رژيم کې د
خپلواکۍ او بدلون په اړه غور وکړي، په اتحاد او اتفاق سره د خپلو موخو د تر لاسه
کولو په لور حرکت وکړي، په اړه يې ټينګ عزم او کلک تصميم ونيسي، او د پرديو څخه د
هېواد دازادۍ او ابادۍ طمعه پرې کړي، نو الله تعالی به يې په دغه تصميم کې تل
بريالي ولري؛ ځکه خپلواکي او ازادي اخيستل کيږي نه دا چې ورکول کيږي. پدې اړه الله
تعالی فرمايي:
(إِنَّ
اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوۡمٍ حَتَّىٰ
يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنفُسِهِمۡ) ( د الرعد
سورت ۱۱ايت)
ژباړه: بېشکه الله تعالی د يوه قوم حالت نه بدلوي، تر څو
دغه قوم پخپله خپل حالت بدل نه کړي.
همدا رنګه په مصر کې د حسني مبارک تپل شوی رژيم چې
تقريبا دېرش کاله يې په مصري ولس د ظلم او استبداد حکومت وکړ، ډېری ځوانان او مخور
عالمان يې د زندان تورو تيارو ته وغورځول، پر غزه يې د خوراکي توکو د بنديز له
کبله ډېری وګړي د مرګ حالت ته ورسول، ولس په ازادانه ډول نه شو کولی چې خپل ديني
او مذهبي مراسم سرته ورسوي؛ هماغه وه چې د ولس ځوانې طبقې ته دغه ډول جرمونه او
ظلمونه د زغملو وړ نه ول، نو د خپلو پاکو او سپيڅلو احساساتو له مخې يې ددغه
فرعوني رژيم پر خلاف په ملي پاڅون لاس پورې کړ، د اتلسو ورځو لاريونونو او قربانیو
وروسته پدې وتوانېدل چې رژيم راوپرځوي، او هغه څه يې وکړل چې د چا په خوب او خيال
کې هم نه ګرځېدل؛ خو هغه څه چې دلته د يادولو وړ ده او ددغه اوښتون د برياليتوب
راز ګڼل کيږي، هغه د دغه ځوانانو تنظيم، صبر، ټينګ عزم، اتحاد، ورورګلوي او تر يوه
شعار لاندې د مختلفو ډلو ټپلو راټولېدل دي.
يوه ډېره په زړه پورې خبره چې په دغه اوښتون کې تر سترګو
کيږي، هغه د انټرنيټي ټولنيزو شبکو په مرسته د لاريونونو تنظيمول دي، دغه فرعوني
رژيم د غرب په مرسته غوښتل چې ددغه انټرنيټي شبکو په مرسته د ولس ځوانان بې لارې
کړي تر څو په راتلونکې کې ددغه مستبد رژيم پر وړاندې د حق اواز پورته نه کړي، او د
تل لپاره يې د غفلت په خوب ويده وساتي. خو څه چې د الله تعالی خوښه وه،هغه وشول.
دا ټولې شومې دسيسې او پلانونه يې شنډ او دغه ټېکنالوجي يې د اسلامي امت په ځانګړي
ډول د مصري ولس د ويښتابه لپاره يې وسيله وګرځوله، او ددې لامل شوه چې دغه دېرش
کلن فرعوني رژيم راوپرځوي؛ پدې اړه الله سبحانه و تعالی فرمايي:
(وَمَكَرُواْ وَمَكَرَ اللّهُ وَاللّهُ
خَيْرُ الْمَاكِرِينَ) د آل عمران سورت ۵۴ آیت
ژباړه: او (دغه کافرانو) مکر(تدبير) وکړ، او الله هم مکر(تدبير)
وکړ، او الله غوره د تدبيرکوونکو څخه دی.
نن ورځ د ګران هېواد افغانستان ځوانان هم د دغه شومو
پلانونو او دسيسو ښکار ګرځيدلي دي، او د دوي د بې لارې کولو لپاره يې ډول ډول
وسايل او اسباب په کار اچولي دي، تر څو يې د خپلو مسؤليتونو څخه چې د کورنۍ، ټولنې
او اسلامي امت پر وړاندې لري، ناخبره وساتي. خو ان شاء الله چې پاک پروردګار به
دغه شومې دسيسې او پلانونه د دغه کفري نړۍ په زيان تماموي، او د افغان ځوانانو په راويښولو کې به بشپړه مرسته
کوي.
نو ای د افغان ولس باننګه ځوانانو!
اسلامي امت او په ځانګړي ډول افغان ولس تاسې ته سترګې په
لار دي، او لوی لوی اميدونه او هيلې درڅخه لري. همدا تاسې ياست چې په ګران هېواد
کې به نننی کفري ښکېلاک ان شاء الله د شوروي د سرو لښکرو په څېر ټوټه ټوټه کوئ، او
د افغان ولس دغه ګډ کور به د صليبی يرغلګرو د ناپاکو منګولو څخه ژغورئ.
همدا تاسې ياست چې په ټوله نړۍ کې به د اسلام د سپيڅلي
دين رڼاګانې خپروئ، او په افغانستان کې به د اسلام تر سيوري لاندې د پرديو د
لاسوهنو څخه خالي او خپلواک نظام منځ ته راوړئ. نو د ناخبرۍ او غفلت له خوبه را
پاڅئ. خپل ارزښتمن وخت په بې ځايه او پوچو څيزونو مه ضايع کوئ، د دښمنانو اوږدمهاله
شوم پلانونه او دسيسې شنډې کړئ، په ټينګ عزم او همت سره په خپلو کې د ګران هېواد
دازادۍ او آبادۍ لپاره لاس ورکړئ، او تاريخ په پاڼو کې په زرينو کرښو خپل نوم
وليکئ.
د يوه آزاد،
آباد او خپلواک افغانستان په هيله