![د يوروزون د پورونو بحران څه ته وايي؟](https://rohi.af/assets/uploads/old/b044ee4b5109bf2f92d0f7976b0922a2.jpg)
بسم
الله الرحمن الرحيم
پدې وروستيو کې د يوروزون د پورونو بحران د
لويديځو هېوادونو په رسنيو او ورځپاڼو کې ګرمه موضوع ګرځېدلې، ډېری هېوادونه يې له
منفي اغېزو څخه په وېره کې دي، او ددې امکان شته چې ايروزون مات شي، او د يورو
پولي واحد په دغو هېوادونو کې بدلون ومومي. نو ددې لپاره چې پدې پوه شو چې دا
بحران څنګه منځ ته راغی او څه اغېزې لري، يوه لنډه کتنه ورته کوو:
موږ او تاسې ټولو ته څرګنده ده چې په اروپايي
اتحادیه کې د يوروزن (۱۷) هېوادونه شتون لري،
چې یورو پکې د پولي واحد په توګه کارول کيږي، هر غړی هېواد ځانته مرکزي
بانک لري، او په عمومي ډول د یوروزن په سطحه يو بل مرکزي بانک چې د اروپا د مرکزي
بانک (European Central Bank) په نوم ياديږي؛ شتون لري. د اروپا د مرکزي
بانک دنده دا ده چې په دغو اولسو هېوادونو کې د شيانو د نرخونو، د انفلاسيون، د
اسعارو د بيو او د سود کچې وټاکي. دا پدې مانا چې غړي هېوادونه د خپلې مانيتوری
پاليسۍ په بدلون کې هيڅ ډول واک او اختيار نه لري، بلکې ټول واک او اختيار د اروپا
د مرکزي بانک سره دی. خو ددې تر څنګ بيا دغه هېوادونه د ماليې (محصول) او حکومتي
لګښتونو په اندازه کې بدلون راوستی شي.
هر هېواد خپله بوديجه د ماليې (محصول) اندازې ته
په کتو سره تخمينوي، دغه عايدات چې حکومت يې د محصول (Tax) له راټولولو څخه تر لاسه کوي؛ په مختلفو
څانګو لکه زده کړه، روغتيا، امنيت... یې لګوي؛ تر څو ولس ته د ارامه او هوسا ژوند
زمينه برابره کړي. کله چې دغه حکومتي لګښتونه د عايداتو له کچې څخه واوړي؛ نو د
بوديجې کسر (Budget Deficit) رامنځته کيږي، او حکومت دې ته اړ کيږي چې ددغه
کسر د له منځه وړلو لپاره له بانک څخه پور واخلي.
راځو خپلې موضوع ته چې د يوروزون د پورونو بحران
څنګه منځ ته راغی؟ کله چې د يوروزون په ځينو غړو هېوادونو لکه يونان، پرتګال،
هسپانيه او ايرلينډ کې د بودېجې کمښت منځ ته راغی، نو ددغه کمښت د لمنځه وړلو
لپاره يې له بانکونو څخه پورونه واخيستل.
دا پورونه د وخت په تېرېدو سره بې کچې زيات شول، نو دوي يې په بېرته ورکړه
کې پاتې راغلل. نو ددوي سره ددغو پورونو د
بېرته ورکړې لپاره يوازې يوه لاره پاتې وه، او هغه دا چې نوي پورونه واخلي، او له
پخوانيو پورونو څخه ځان پرې خلاص کړي.
دغه هېوادونه په ځانګړي ډول يونان ورځ په ورځ د
پورونو په بحر کې ډوبېدل، تر دې چې بانکونه پدې وپوهېدل چې دغه هېوادونه د پور د
بېرته ورکړې توان نه لري، نو د پور د اخيستلو لپاره يې د سود کچه ډېره لوړه چې
تقريبا (۶۰٪) ته رسېده، وټاکله، چې
بالاخره د پور د اخيستلو لار يې هم پر مخ وتړل شوه.
اوس که چېرته دغه هېوادونه په ځانګړي ډول یونان
ځانته پرېښودل شي، نو کېدای شي چې دغه پورونه بېرته بانکونو ته ورنکړي او بانکونه
ډېر غټ تاوان وکړي، نو همدا علت دی چې د
اروپا مرکزي بانک (ECB) او نړېوال وجهي صندوق (IMF) دې
ته اړ شوي چې دغه هېوادونه له بحران څخه راوباسي، او پدې فکر کوي چې دغو هېوادونو
ته چې په سر کې يې يونان راځي عاجلې مرستې پدې شرط ورکړي چې په راتلونکي کې د خپلې
بوديجې کمښت له منځه يوسي، او په هېواد کې دننه د ماليې (Tax) کچه لوړه کړي.
د اروپا مرکزي بانک نه غواړي چې په يونان کې
اقتصادي رکود رامنځ ته شي، ځکه تر ټولو زيات پور همدغه بانک ورکړی، نو که دا پور
بېرته تر لاسه نه کړي، نو کېدای شي چې تاوان وکړي او بانک کيني، او په بازار کې
يورو د خطر سره مخ شي. نو دغه حالت چې په دغو هېوادونو کې منځ ته راغلی د يوروزون
د پورونو د بحران په نوم ياديږي.
ليکوال: شاهد محمود وقار