دچينايي وېبلاګونو شمېر 47 مېليونو ته ورسېد

دچين د انټرنېټي شبکې معلوماتي مرکز د يوې سروې له مخې په چين کې د وېبلاګونو شمېر 47 مېليونو ته ورسېد . لومړنی وېبلاګ په چين کې پنځه کاله د مخه رامنځته شو اوپه  ډېره لنډه موده کې يې د انټرنېټ کاروونکو تر منځ پراخه دود وموند . د سروې له مخې 57 په سلو کې وېبلاګونه د ښځو دي . په چين کې وېبلاګ د ښځو لپاره په يوه غوره مشغولا بدل شوی .