
د بشري حقوقو د څارنې ځينې ادارې وايي، چې د ليبيا په
ناراميو کې 84 تنه
وژل شوي . رېپوټ زياتوي، چې تر ټولو ځواکمن ﻻريون د دغه هېواد په دوهم لوی ښار
بنغازي کې شوی.
د ليبيا حکومت په دغه ښار کې هوايي ډګر تړلی او په ښار
کې برېښنا هم قطع شوې، ښار ته ټانکونه او نور امنيتي ځواکونه رسيدلي دي.
پلازمېنه ترابلس کې هم تر يوې اندازې پورې نارامۍ موجودې
وې ، لېکن د حکومت لپاره پلازمېنه مهمه ده او سخت امنيتي تدابير يې نيولي او تر
اوسه يې په کنټرول کې ده. رېپوټونه زياتوي، چې د ليبيا په ډېرو نورو ښارونو کې هم
نارامۍ شته.