موسوي او ميرمن يې په کورکې تر نظارت ﻻندې دي

د بي بي سي خبري رسنۍ ،د ((کلمه )) ويبسايټ له قوله ليکلي، چې د ايران حکومت د اپوزيسيون يو تن مشر ميرحسين موسوي او مېرمن يې زهرا رهنورد  کوربندي کړي او تر څارنې ﻻندې دي.
خبر زياتوي، چې د سلواغې مياشتې له 25 مې نېټه راهيسې دوی تر څارنې ﻻندې نيول شوي وو او دوه ورځې وروسته يې د دوی ساتوونکي هم ليرې کړي او حکومتي امنيتي ځواکونو کور تر څارنې ﻻندې نيولی او له بهر سره يې اړيکې پرې شوي دي.
د ايراني حکومت ضد سياسي فعالينو،خبري رسنيو، په دغه هېواد کې د سياسي نيونو د لړۍ د پيل کيدو خبر ورکړی دی.
د ((کلمه)) خبري ويبپاڼې څو ورځې د مخه داسې رېپوټونو هم خپار کړي وو ، چې  د ايران حکومت د محمد خاتمي په حکومت کې د رفاه وزير محمد حسين شريف زادګان  د موسوي اخښی ،صالح نقره کار (په ټاکنو کې د ښاغلي موسوي د حقوقي کميټې مشر) ، دوه تنه خبرياﻻن ميثم محمدی و اميد محدث او همداراز د ((بهشتي بنسټ )) غړي، مصطفی ميراحمدزاد (د منتظري له شاګردانو) څخه او يو زيات شمېر نور د اپوزيسيون غړي نيولي دي.
داسې خبرونه هم خپاره شوي، چې  صدرالدين بهشتي د عليرضا بهشتي زوی (د موسوي سلاکار ) او يو شمېر نور ﻻ تر دې د مخه نيول شوي دي.
د سياسي فعالينو د نيولو دغه لړۍ په داسې مهال پيليږي، چې په ايران کې په اصطلاح د اسلامي انقلاب 32 مه کليزه و نمانځل شوه او د دغه هېواد جمهور رييس محمود احمدي نژاد د لويو ﻻسته راوړونو خبرې کولې.
له بلې خوا ايران د مصر او نورو عربي نړۍ د ﻻريونونو او پېښو  په هکله داسې ډنډورې پيل کړي، چې ګواکي د مصر خلک د ايران د اسلامي انقلاب نه په الهام اخيستلو سره پاڅون کوي ، په داسې حال کې چې اوس هم يو زيات شمېر خلک د ايران د حکومت له ﻻسه د مهاجرت شپې ورځې تيروي.
 د نړۍ سياستوالو پر ايران نيوکه کړې او وايي : هغه څه چې ايران د مصر خلکو لپاره د شرافت وړ بولي د ايرانيانو لپاره يې ناقانونه بللي.