
احمد فرزان
نسيم ووې د ګل غوږ كي بدل سو د
ياراني رنګ
غلی شانته انقلاب دی
بدلوی د زمانې رنګ
فاضل استاد بينوا
زمانه لګیاده خپل رنګ بدلوي .
د اسارت قفسونه ماتیږي او د ازاد ژوندانه تازه
هوا را الوتي.
د اختناق زاړه قفسونه او زنګ وهلي پنجرې په
ماتیدو دي او د ازاد طبیعت ازاد مارغان یوځل بیا د ازادۍ لپاره وزرونه ترپوي.
نور، د ازاد او ښکلي طبیعت دا ازاد او په طبیعت
کي خپلواک موجود د استبداد او دیکتاتورۍ ترتورو تمبوشاته نسي پاتیدای .
نور دامنحوس زندان د زغملو نه دی ، او دادی ددي
زندان ماتیدل پیل سوي
««««««««
هغه دی، په ټونس او مصرکي د ازاد ژوند نغمه
وږغیدل.
څونه له هیجانه ډکه مترنمه نغمه ده .
څونه ويښونکي او پارونکي.
دا نغمه پرنورو ولسونوزیری کوي ، چي نور د
دیکتاتورۍ د کړغیړنو قفسونودماتولو او دبندي ولسونودازادولو وخت راغلی دی.
هلته زماني رنګ بدل کړ او د زورو زر اوسپنیزخو
سولیدلي او په وینو سره دیوالونه ونړیدل او د ولسي ارادي ازاده او رنګینه فضاخوره
سوه .
هو!
نور ، نو د زورسالارۍ دا بدرنګه او خونخوار قفس د
سوځولو دی.
«««««««««
بلي !
دا نوی دور دی، په دي دورکي باید زاړه شیان په
نوي بدل سي.
ددي دور تقاضاده چي د طبیعت ټول ازاد مخلوقات د
خپلي طبیعي ازادۍ څخه برخمند سي.
د مريیتوب او بادارۍ دور ختم دی ، تساوا او
برابري دنن غوښتنه ده .
نو !
اې، د یویشتم قرن انسانه !
پاڅه !
مات کړه ! دا داسارت او استبداد زندان !
«««««««««
اې د ظلم
او زورواکۍ په قفس کي بندو ملتونو!
پاڅئ! ځانونه د نوي ژوند فعالیت ته اماده کړئ .
پاڅئ !
دازاړه او زنګ وهلي قفسونه له سره مات کړئ او
ځانونه الوت ته تیارکړئ
اې داسارت په بند کي پاته قیدي !
زمانه بدله سوي ، زندانونه په ماتیدودي خو داسي
نه وي چي ته لاپه مات سوي زندان کي بیده پاته یي.
ویښ سه ! او د ازاد ژوند او ولسواک نظام مزایا
وڅکه !