د بشري تاريخ په بېلابېلو پړاوونو كې ښځه د نارينه وو له لوري له رنګا رنګ غبرګونونو سره مخ شوې او د بشريت له هماغه پيل څخه د ښځې په اړه د افراط او تفريط تر كچې بېلابېل نظرونه موجود وو. د اسلام تر راتګ وړاندې د نړۍ په بېلابېلو برخو كې د ښځې په اړه ډول_ډول نظريې موجودې وې. چا به بېخي انسانې نه بللې، په هېڅ راز ذاتي او خلقتي درنښت به ورته قايل نه وو. چا به د نارينه وو د چوپړ لپاره پيدا شوى طفيلي مخلوق ګاڼه او چا به بيا ورته په دې پلمه، چې د عقل او فكر كمبود لري او يا يې فزيكي ځواك د نارينه په پرتله لږ دى د هېڅ ډول حق، حرمت او نظر څرګندولو واك نه وركاوه.
ځينو به بيا بېخي د يو سپېڅلي مخلوق په سترګه ورته كتل او پرستش به يې كاوه، خو كله چې د اسلام د ريښتني او الهي دين لومړنۍ وړانګې د نړۍ پر جهالت ځپلي افق وغوړېدې د ښځو په اړه دغه ډول اندونه افراط او تفريط وبلل شول، نارينه او ښځې يې د يوه اصل ږېږنده وبللې او ويې فرمايل: (ياايهاالناس اتقواربكم الذي خلقكم من نفس واحدة وخلق منهازوجهاوبث منهما رجالا كثير اونساء) .ژباړه: اې انسانانو له خپل څښتن څخه ووېرېږئ، هغه څښتن چې له يوه انسان (آدم) څخه يې پيدا كړي ياست او له هغه څخه يې د هغه مېرمن حوا پيداكړه او بيا يې له دوى دواړو څخه ډېر نارينه او ښځې د ځمكې پر مخ راوزېږولې.
په دې فرمان الله پاك انسان دې ته متوجه كړ، چې د نارينه او ښځينه دواړو لړۍ له كوم توپير پرته يو مهال له يوه نفس څخه راپيل شوې ده، بيا فرمايي: (ياايهاالناس انا خلقناكم من ذكروانثى) .ژباړه: اې انسانانو موږ تاسې له نارينه او ښځې څخه پيداكړي ياست.
الله پاك نارينه وو ته دا ورپه ګوته كړه چې تاسو له ښځواو نارينه وو دواړو څخه په وجود راغلي ياست، ستاسو د پيدايښت سبب لكه څنګه چې نارينه دي همداسې ښځې هم دي او بل دا چې ستاسو پايښت په ښځه پوري تړلى دى.
د اسلام ستر لارښود حضرت محمد_ص_ فرمايي: (انما النساء شقائق الرجال) له شكه پرته ښځې له نارينه ووسره برابرې دې.
دا سمه ده چې د نارينه او ښځې تر منځ توپيرونه شته، يوې خوا ته فزيكي او جسماني توپيراو بل لوري ته اروايي او نفسياتي. په دې معنا چې د نارينه صنف د ښځينه په پرتله د ډېرو ستونزمنو كارونو د تر سره كولو وړتيا لري، خو دا توپيرونه د ښځينه او نارينه صنفونو تر منځ پر ذاتي لوړتيا او شرافت هېڅ اغېز نه لري، بلكې ټول انسانان د انسان په توګه يو راز كرامت او درنښت لري، د پورتنۍ ادعا د ثبوت لپاره يو ساينسي حقيقت وړاندې كوم.
بشري نظام دواړو ته اړتيا لري
الله پاك ستر حكيم او د پوره پوهې او بې بريده واك څښتن دى، د خپل بې مثاله حكمت له مخې يې د كايناتو داسې عجيب او غريب نظام رامنځته كړى دى، چې هره ذره يې له لايتناهي اسرارو څخه ډكه ده او هر انساني عقل او هوښ يې په پوره ادراك كې پاتې راغلى دى. د كايناتو له اسرارو څخه يو هم د زوجيت چې الله پاك ورته په خپله هم اشاره كړې ده، فرمايي: (ومن كل شئ خلقنا زوجين) قانون دي. الزاريات : ۴۹
ژباړه: هر شى مې جوړه پيدا كړي دي.
د كايناتو د ستر ماشين ټولې پرزې د جوړو په شكل جوړې شوې دي، په هرو دوو پرزو كې د فعل او انفعال، تاثيراو تاثر، فاعليت او مفعوليت رابطه موجوده ده، په غير ژونديو شيانو كې هم زوجيت شته او په ژونديو كې هم، د برېښنا د تارونو غوندې مثبت او منفي يا فاعل او قابل تركيبي اجزاوې لري، چې له يو ځايوالي څخه يې انرژي توليدېږي او په دې سره د كايناتو بشپړ نظام پايېږي.
څرګنده ده چې د فاعل او منفعل جز تر منځ به فزيكي توپير وي او د منفعل يا قابل په پرتله به فاعل ځواكمن وي او يو ډول ځانګړې غلبه به ورباندې لري.
انسان د كايناتو يو جز دى او يوازې د ماديت غوښتنه پكې د زوجيت فارموله جاري شوې ده، الله پاك انسانان دوه صنفه جوړه پيدا كړي دي، نارينه او ښځينه، چې لومړى يې فاعل او دويم يې قابل دى او له يو بل سره يې له ملتيا پرته پايېدنه ناشونې ده.
ښځينه صنف د نارينه لپاره كښتځاى بلل شوى. الله پاك فرمايي:( جعل لكم من انفسكم ازواجا ومن الانعام ازواجايذرء كم فيه ) الشورا: ۱۱
ژباړه: ستاسو لپاره يې ستاسې له جنس څخه جوړې پيدا كړې او په څلوربلو كې هم د دې لپاره چې تاسو پكې كښت وكرئ.
بل ځاى فرمايي: (نساء كم حرث لكم) البقرة :۲۲۳
ژباړه: ستاسو ښځې ستاسو لپاره كښتځايونه دي.
له پورتنيو مباركو آيتونو څخه جوتېږي، چې د انساني جنس د جوړه والي له پيدايښت څخه يې موخه د انساني نسل پايېدنه ده او دا د حيواني فطرت غوښتنه ده، چې پايښت يې په تاثير او تاثر پورې تړلى دى.
د جوړه والي له حقيقت څخه درې پايلې په لاس راځي:
لومړۍ: د زوجيت په آيت كې الله پاك دا په ګوته كړې ده، چې د كايناتو نظام يې پر جوړه والي درولى او د هرو دوو جوړو د نشتوالي په صورت كې د كايناتو شته نظام روان نه پاتې كېږي.
له دې څخه جوتېږي چې د جوړو دواړه صنفه _نارينه او ښځينه_ فاعل او قابل پاك او درانه دي. داسې نه ده چې يو صنف يې ناپاك او ذليل او هغه بل يې خواپاكى او دروند دى، دا ځكه چې الله (ج) خپل ستر او رنګين كاينات پر دې بنسټ درولي دي، نو ښكاره ده چې بنسټ به يې هم هغومره ستر او پاك وي.
دويمه: د كايناتو د چلاو لپاره فاعل او قابل دواړه يو شان اړين دي، د فاعل او قابل (ښځينه او نارينه) دواړو يو شان ارزښت دى، نه فاعل د فاعليت له امله كوم ځانګړی عزت لري او نه هم قابل د قابليت پر بنسټ كوم ډول سپكوالى لري.
فاعل ځان ته كمال لري او قابل ځان ته، د فاعل كمال په دې كې دى، چې د فاعليت تاثير او د زوجيت لومړى اړخ ښه بشپړولای شي او د قابل كمال دا دى چې د قبلونې، مننې او جوړه توب دويم اړخ په ښه توګه سر ته رسوي.
درېيمه: فعل په خپل ذات كې د قبول او انفعال په پرتله يو ډول ځانګړى فضيلت او لوړوالى لري، په دې معنا چې په فعل كې عزت دى او په انفعال كې ذلت، بلكې فضيلت يې د غلبې، قوت او اثر په معنا كې پروت دى، دا ځكه كوم شى چې فعل كوي نو له دې امله يې كوي چې غلبه، قوت او ځواك لري او كه كوم شى قبلوي لامل يې دا دى چې د فاعل په پرتله كمواكى دى. لكه څنګه چې د فعل د وقوع لپاره فاعل او مفعول دواړه اړين دي همدارنګه په فاعل كې هم غلبه، قوت او تاثير او په مفعول كې مغلوبيت، كمواكي او د تاثر استعداد حتمي دى، ځكه كه د دواړو لوريو قوت يو شان وي نو بيا خو فعل نه شي رامنځته كېداى او د زوجيت نظام خرابېږي، بلكې هرومرو به يو فاعل او بل قابل وي او فاعل به تر قابل ځواكمن وي.
وروستي