فرانسوي کانال : پخواني  ولسمشر په سعودي عربستان کې ومړ

فرانسوي خبري رسنیو خبر ورکړې دی ،چې دتونس ګوښه شوې ولسمشر زین العابدین دسعودي عربستان  په یوه روغتون کې  ومړ دفرانسې 2 کانال  دامریکايي سرچینو له خولې خبر ورکړې دی  دوه ورځې کیږي چې د تونس پخوانی ګوښه شوې ولسمشر  زین العابدین  بې هوښه او دکوما په حالت کی دی او اوس مړ شوې دی .
دفرانسې دبهرنیو چارو وزارت  دا ډول خبرونه رد کړې دي . دزین العابدین  یونږدې همکار  دفرانسې  دویم کانال ته ویلې دي : 74 کلن لومړی  بې هوښه اوبیا دکوما په حالت کې و ،چې له دې نړۍ ېې سترګې پټې کړې . دزین العابدین مېرمن لیلی الطرابلسي  اوسمهال له خپل مېړه جلا شوې ده او په لیبیا کې اوسږي .
دیادونې ده ،چې دمصر پخواني ولسمشر حسني مبارک  هم دکوما په حالت کی دی .