
رارسيدلي راپورونه وايې چې په جلال اباد ښار په زړه مخابراتو چوک کې په واقع کابل بانک باندې ځانمرګې بريد شوي دی. دغه بريد چې د افغانستان په وخت د غرمې مهال د يوولسو بجو په شاه او خوا ترسره شوي دي لا تر اوسه هم ډزې روانې دي او ځانمرګو په کابل بانک واک خپل کړي د لومړۍ راپورونو له مخې تر اوسه ۶ کسان مړه او ۲۲ تنه ژوبل شوي دی. يو بم پاو کم وده بجې وچاودېده. لا تر اوسه نده ماالومه چې دا برېد چا کړې او موخه يې څه ده. او دا هم نده مالومه چې دا برېد په بهرنيو سرتېرو تر سره شوي او که يوازې په کابل بانک. خو لومړي راپورونه وايې چې بريد يوازې په کابل بانک تر سره وشي او تر اوسه د بهرنيانو په اړه څه ندي ويل شوي. نور جزيات به وروسته په ليکه شي.