روسیه لومړنۍ هېواددی ،چې په رسمي بڼه ېې په
افغانستان کې دامریکا داوږدمهالو نظامي اډو دجوړونې په اړه خپله اندېښنه راڅرګنده کړه .
دروسیې دبهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي دي ،موږ دهغو خبرو په اړه
،چې دکابل او واشنګټن په اړه داوږدمهالونظامي اډو په اړه کیږي اندېښمن یو که چیرې دا خبرې رښتیا هم وي ایا دا
د کابل او واشنګټن دهغو خبرو سره ټکر نه لري چې وايي د 2014 ز کال له پیله وړاندې له
افغانستانه ټول هغه بهرني سرتیري وځي ،چې
دې هېواد له ترهګرۍ سره دجګړې په موخه راغلي دي .
د روسیې دبهرنیو چارو وزارت کاږي :
په هېواد کې دترهګرۍ له ځپلو وروسته
ولې افغانستان دې اوږدمهالو نظامي اډو ته اړ شو ؟ ایا کابل به
وتوانیږي ،چې داوږدمهالو اډو دخبرو پر مهال به
د روغې او جوړې پروسه بریالۍ تر سره شي ؟ دافغانستان ګاونډي
هېوادونه به د اوږدمهالو اډو په اړه څه دریځ غوره کوي ؟
دامریکا لخوا په افغانستان کې داوږدمهاله نظامي اډو دجوړونې پلان له هغو
ګډې خبرپاڼې سره اړخ لګوي ،چې د 2010 ز دجون پر 24 د روسیې او امریکا د
ولسمشرانو لخوا صادره شوه په دې خبرپاڼه
کې راغلي دي ،چې دواړه هېوادونه په دې سره
یوه خوله دي ،چې افغانستان ته به د ناپیلې هېواد په سترګه ګوري دروسیې دبهرنیو چارو وزارت په پای کې کاږي موږ نیت لرو ،چې داړونده مسایلو
په اړه له افغان او امریکايي چارواکو سره
ژورې خبرې ترسره کړو .
وروستي