وسله والو په جلال اباد کې دکابل بانک پرودانۍ برید کړې دی

نن یولس نیمې بجې وسله والو په جلال اباد کې دکابل بانک په سیمه ییزې څانګې وسله وال برېد کړې دی .
دننګرهار والي ویاند احمد ضیاء پېښه مني خو دجزیاتو په اړه ېې څه نه دي ویلې .
دشنونکو له انده دا دطالبانو  نوی تکتیک دی ،چې اوس ېې ددولتي ځایونو پر ځای اقتصادي هغه پرنښه کوي .
په سیمه کې عیني شاهدان وايي : اوس هم دپولیسو او وسله والو ترمنځ ډزې روانې دي .
دیادونې ده ،چې افغان حکومت پولیسو او ملي اردو ته معاشونه دهمدې بانک له لارې ورکوي دا له کندهار را وروسته  دوهم ځل دی ،چې دکابل بانک سیمه ییز دفتر پر نښه کیږي .
دپېښې نور جزیات به له روهي ویبپاڼې تر لاسه کړې .