ارګ  یونس قانوني ته  وزارت   ورکوي

 په ولسي جرګه کې ځينې سرچينې وايي، ارګ  له  يونس قانوني سره ژمنه کړې، چې که چيرې د ولسي جرګې د رياست په ټاکنو کې د استاد سياف په ګټه تېر شي، نو د وزارت څوکۍ به ورکړي.
دخبرونو له مخې یونس قانوني او سیاف څو ورځې وړاندې  له ولسمشر کرزي  سره په ارګ  کې په جلا جلا توګه لیدلې دي ، خو ددې لیدنو جزیات  څرګند نه دي .
دا ګونګسي شته ،چې ارګ غواړي  یونس قانوني ته دوزارت په  ورکولو سره  په ګانده کې ځان دپارلمان  له ستونزو اوجنجالونو بې غمه کړي . دا هم نه ده معلومه چې قانوني ته کوم وزارت  په پام کې نیول شوې اونه خپله قانوني په دې اړه څه ویلې دي .
ارګ تل هڅه کړې ده،چې خپل پیاوړي مخالفین دتطمیع له لارې  دځان لور ته رامات کړي  که چیرې قانوني وزارت  ومني دا به  عبدالله عبدالله ته بل ګوزار وي .
 يو شمېر وکيلانو د معلوماتو له مخې، محمد يونس قانوني د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د بدلون او اميد د ايتلاف له قوي ملاتړ او استاد سياف د ولسمشر کرزي له ملاتړ څخه برخمن دى.