د جرمني خبري رسنيو د رېپوټونو له
مخې ، د جمعې په ورځ لږ تر لږه يو تن جرمنی سرتيری وژل شوی او نهه تنه نور هغه
مهال ټپيان شول، چې پر دوی باندې د يوه داسې افغان لخوا بريد وشو، چې پوځي
يونيفورم يې هم درلود.
تر اوسه د دې ﻻمل نه دی څرګند شوی،
چې ولې دغه افغان پوځي بريد کولو ته اړ شوی. دغه پېښه په داسې مهال پېښيږي، چې يوه
ورځ د مخه سيمې ته د جرمني دفاع وزير ګوتنبرګ هم رسيدلی و.
په ټوليزه توګه جرمني په افغانستان
کې 4600 پوځيان لري ، چې يوې سلنې يې (46 تنو) يې ژوند له ﻻسه ورکړی دی.
وروستي