د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د جمعې
په ورځ ، په افغانستان کې د امريکايي داييمي اډو د جوړيدو په هکله ، يوه اعلاميه
خپره کړې.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې په
افغانستان کې د امريکايانو د داييمي پوځي
اډو د جوړيدلو پرېکړه پوښتنې رامنځته کوي او دا مساله مبهمه ده. په دې اعلاميه کې دا هم ويل شوي، چې امريکايان
په2014 ز کال کې غواړي له افغانستانه خپل
ځواکونه بهر کړي او مسؤليت افغان ځواکونو ته وسپاري او کله چې د ترهګرۍ ګواښ ليرې
شي بيا د امريکايانو د داييمي اډو د جوړيدو لپاره هم اړتيا نه پاتې کيږي.
روسيه وايي، چې په راتلونکې ليدنو کې
به د امريکا او افغانستان غاړې سره په دې هکله خبرې کوي او ټولې پوښتنې به ورته په
ډاګه کړي.
وروستي