د ارمان ډیــــــــوې تیــارو ته رڼا ورکـــړه
په مسکائې ســــرو لمبو ته رڼا ورکـــړه
څو به زړه یــې د هجـــران د درد نوکارو
جوړ په زړه نــاسور زخــــمو ته رڼا ورکړه
د لحد تیګې د زړه نــه یې جنت جوړ کړ
یـو ګلاب چې د مرګ شــپو ته رڼا ورکړه
د آسمان د زړه په درز د وینــې څاڅکي
د سپیرو د ښتو چیــــــــــنو ته رڼا ورکړه
مـرګه ستا نه یې له درده پـناه غوښته
زنـدګي یې ستا لمحو تـــــــه رڼا ورکړه
وروستي