
ليکوال: اېمل افغان
درنو لوستونکو! زموږ نوې ولسي جرګه تېره
میاشت د افغان ولسمشر ښاغلي کرزي له خوا پرانیستل شوه او د هر ولایت وکیلانو نوي
پارلمان ته یوځل بیا لاره پیدا کړه او هر وکیل اوس غواړي چې په راتلونکې کې په
خپلو نوو دندو کار پیل کړي خو ولې په دغو
وکیلانو کې موږ
یوځل بیا په خپلو غټو سترګو هغه څېرې وینو چې
زیاتره غړي یې هغه کسان دي چې د ملت په وینو یې لاسونه سره ، دملت په زړونو کې ځای نه
لري او نه هم د دې اهلیت او وړتیا لري چې دغې ولسي جرګې ته را غلي وایی تردې پورې داسې څېرې اوس په کې لیدل کېږي چې له سره پدې نه دي خبر چې د ولسي جرګې مانا څه ده او
کومه تګلاره باید موږ دلته د افغانستان د مسلې د حل لپاره غوره کړو ترڅو د دغې جرګې له لارې دغه کسان وکولای
شي د افغانستان موجوده بحران چې څلویښت کاله کېږي په هېواد کې روان ده نور د پای
ټکی کېدي او ولس نور له دغو بې ځایه وینو تویولو او غریبې نه خلاص کړي او هم په
راتلونکې کې د وزیرانو په ټاکلو کې پام وکړي؟.
زه خپلې اصلي خبرې ته راځم
زموږ په نوې ولسي جرګه کې اوس هغه څېرې شتون
لري چې د ملت په زړونو کې ځای نه لري ، د ملت په خوښه
حکومت نه شي راوستلای او نه هم د ملت لپاره په درد خوړل کېږي او د تارېخ په اوږدو
کې یې د ملت په عذت رنګارنګ لوبې کړي چې موږ ټولو د ژوند په اوږدو کې دا حال ولیدلو دا دی اوس یوځل بیا په ولسي جرګه کې د نفاق او بدبختې اورته لمن وهي چې د خپل مشر په ټاکلو کې
هم د هېوادوالو او هم د نړېوالو د خندا شول اوپه
نتیجه کې یې هم ملي یوالي او هم حکومت ته ځان ښه څرګند کړو چې د
ولسي جرګې په ریاست اوس سره نه جوړېږي او خپلې ګټې یې په پام کې نېولې دي نه د
مظلومو هېوادوالو او د نفاق اوبدبختې اور
ته لمن وهي دوي چې د ولسي جرګې په ریاست په دا یوه میاشت کې سره جوړ نه شول. نو دوي به اوس په راتلونکي کې ملت څنګه سره جوړ کړي اوله بې ځایه وینو تویولو، غریبې او له نورو شته ستونزو نه به دا ملت څنګه خلاص کړي ولسي جرګه د خبرو
او مسایلو د حل ځای دی نه د مېلو کولو او ډوډۍ خوړلو ځای.
په
هرصورت سره اوس خو دغه جرګه
پرانستل شوه او مشر
به یې هم که دا حال د دوي وي هغه به هم انشاالله د ملت د استازو په خوښه وټاکل شي که چیرته د افغانستان حکومت اوموجوده ولسي جرګې ته لېږل شوي استازي ځان په رښتینې توګه د ملت استازي بولي او افغان حکومت هم ځان
ته د یو قانوني حکومت نوم ورکول غواړي نو د ملت غوښتنې
او پوښتنې دې هم نورې په پام کې ونیسي او له ملت سره دې نوره جفا او خیانت نه کوي داسې یو رییس
دې اوس د خپل ځان او ملت لپاره وټاکي چې هغه په رښتینې توګه د ملت استازي وي نه چې
د اکثریت ملت دوښمن وي او هم دغه رییس په را تلونکې کې دومره وکولای شي چې له دې خپل
ملت نه یوځل پوښتنه وکړي چې تاسې
له کومو ستونزو سره نن ورځ مخ یاست او ستاسو ځان او ناموس څومره په امن کې دی د
کار کولو لپاره درته څومره زمینه برابره ده، د پوهنې کچه مو څومره لوړه شوې ده کارمو
کېږي او که نه او ولې تاسو هره
ورځ په خپل هېواد کې د بحرنیو ځواکونو له خوا بې ځایه په شهادت رسېږي؟ نو بیا به
هېوادوال دې ولسي جرګې ته هرکلې ووايي او کنه نو دا خو ولسي جرګه نه ده بلکې دا
یوه شخصي او د افغانستان د دوښمنانو په خدمت کې یوه جرګه ده.