په هېواد کې جګړې د ټول ملت زړونه د کباب په سيخ داغلي، ځکه په دې کار سره د هېواد کورنيو او بهرنيو دښمنانو افغان ملت ته يوه درنه صدمه رسولې او هغه افتخارات، چې د تاريخ په زمانه کې د خلکو په برخه وه، هغه ورته نن ټول په لوی سيند لاهوکړل، چې په نتيجه کې دغه ولس د بهرني دښمن تر استعمار لاندې هم راغلی او د ظلمونو يوه درنده ساپېړه يې هم په مخ وخوړله.
څرنګه، چې په دې ځای کې د جګړې په عواملو خبرې کوو، څرګنده خبره ده، په افغانستان کې جګړه ډېر عوامل لري او خپل اخري حد ته رسېدلې، ولې دغه عوامل بايد هر يو په دقيقه توګه وڅېړل او ولس ته بربنډ شي، چې اصلي عوامل يې څه دي؟ او ولې جګړه پر موږ تپل شوې، چې وکولای شو ځان او ټولنه ترې خلاصه کړو.
د افغانستان په جګړه کې دا خبره نړېوالو او افغان ملت ته څرګنده شوې، چې د نورو هېوادو ګټې په کې د افغان سياستوالو په مرسته خوندي دي. ځکه په افغانستان که کې د سولې فضا رامنځ ته کېږي ښکاره خبره ده د سيمې هېوادو توليدات به څوک په دومره لوړ نرخ اخلي. همدغه افغانان دي، چې د دې هېوادونو توليد اخلي او خپل لاسونه ورته نيولي او بل دغه هېوادونه هم په پوره توګه نه غواړي په افغانستان کې د جګړې عوامل په ګوته کړي او د سولې عوامل د ولس ته په لاس ورکړي ترڅو افغان ملت په سوله کې ژوند وکړي او خپل کار ته په دې ځای کې دوام ورکړي.
جګړه په هېواد کې هغه چا توده ساتلې، چې د هغه په کې ګټې خوندي دي او غواړي نننۍ جګړې ته لمن و وهي او ځان په کې موړ کړي او بل د پردي هېواد غلامان دي، چې هغوی د قوميت او ژبې په اختلاف سره هم دې خلکو ته پيسې ورکوي او وايي، چې کوښښ وکړی په افغانستان کې درڅخه يوه کاميابه اداره جوړه نه شي، چې سبا همدغه اداره ستاسو لپاره سردرد جوړوي او د کار له ساحې مو لرې کوي.
موږ جګړه نه غواړو، د جګړې عوامل په ګوته کول غواړو، خپل ځوانان بيداره کول غواړو، جګړه بېرته هغه چا ته ورکول غواړو، چا چې پر موږ تپلې او بېرته بايد هغوی ته ورکړو، په جګړه کې خير نه شته، جګړې د افغانستان ځوانان وخوړل، کډوالۍ ته اړکړل، پردۍ غلامۍ ته مجبور کړل، له هېواد څخه خفه لاړل، دا ټول هغه څه دي، چې نن يې پړه ټوله په افغان ليډرانو اچول کېږي، چې د بهرنۍ نړۍ په مشورې په هېواد کې دومره کمزوري حکومتونه وکړل او خلک له ځان سره په لوی سيند لاهو کړل.
د جګړې د ساتلو په عواملو موږ کلکې نيوکې کول غواړو، د هغې بندول غواړو، د عمومي مرکز پيدا کول يې غواړو، چې دغه جګړه له کوم ځای څخه د چا له خوا پر موږ تپل کېږي او ترکله به د جګړې ښکار کېږو؟ موږ په افغانستان کې سوله غواړو، په سوله کې ژوندکول غواړو، پرمختګ غواړو، د نورې نړۍ له ولسونو سره ځانونه برابرول غواړو، د بدو او ترخو حالاتو انتهايي کول غواړو، په حقيقت کې موږ په خپل هېواد کې سوله غواړو، دا هغه غوښتنې دي، چې لومړی مو د سياستوالو په لاس او بيا د افغانستان د بهرنيو دښمنانو په لاس کې دي او نه غواړي په هېواد کې يوه د امن فضاء او سوله رامنځ ته شي، چې بيا د دې کار په اصلي توګه رامنځ ته کېدو سره به هم خپلو حقيقتو ته رسېدلي يو.
بل په افغانستان کې د جګړې عوامل دا هم کېدای شي، چې د ولسمشرحامدکرزي له ادارې وړاندې د ده په اداره او له ده وروسته حکومت کې له پيلېدو څخه را په دېخوا داسې يوه پياوړې اداره اوپه کار پو ځوانانو ته کار ونه سپارل شو، چې هغوی د جګړې د عواملو مخه نيولې وای په دې کار سره په اداره کې هم سستي رامنځ ته شوه او حکومت ونه شوکولای د جګړې عوامل تر نن ورځې بند کړي، بلکې په حقيقت کې اوس هم نه دي خلاص او په منظم ډول دغه ملت د پرديو ګوليو تر تعقيب او ښکار لاندې راځي.
څرګنده خبره ده، چې په افغانستان کې په شمار پنځوس کاله جګړه وشوه او د جګړې پايله له ما نيولې ټول ملت، سياسي ګوندو، خلقيانو، پرچميانو، رهبرانو، طالبانو، داعش او نورو ډلو يې خوند وليد، چې څو سوه کاله افغانستان په آسيا کې له نورو هېوادو شاه ته واچوه، چې يوازې د قوم او هېواد مينه به تش په خوله هم د ترقۍ او امنيت ضمانت ونه شي کولای، بلکې دلته يولړ قوي او پښتني اقداماتو او د ولسونو يو کولو ته نن اړتيا ليدل کېږي، چې بې کاره او خرڅې شوې سياسي څېرې له اصلي ارګ مېشتو په افغانستان کې نورې لرې شي او ځای هغه چا ته ورکړل شي، چې هغه ولس ته په حقيقت کې يو منلی سياستوال وي او وکولای شي دغه قوم ته په خپلو حکومتي چارو کې نور نجات ورکړي.
په افغانستان کې د جګړې عوامل ډېر دي هره خوا، چې نظر کوو د جګړې عوامل ترې څرګندېږي، لومړی خو زموږ ټاکل شوي چاروا کي په افغانستان کې په يوه خوله نه دي او نه هېواد او ملت ته وفادار دي، بلکې تل يې خپلې ګټې په نظر کې نيولې او نه غواړي هېواد له جګړې خلاص شي، د پرمختګ په لور ګامونه واخلي، کدرونه د په کې وروزل شي، لنډه دا که موږ د سيمې هېوادو ته د امنيت او آبادۍ له پلوه وګورو، ځمکه او آسمان توپير په کې ليدل کېږي، چې دغه پرمختګ د سړي سترګې برېښوي.
د جګړې د عواملو او سولې د راوستو له پلوه مو خاوره د داسې پلورل شويو او غلامو څېرو په لاس کې ده، چې د خپل ځان د ښېګړې او ګټې نه پرته بل هېڅ مطلب نه لري په هېواد کې مو له لوږې، بې عزتۍ او د بربنډتيا له مصيبته هېڅکله خلاص نه شولو او بل د جګړې د عواملو له مهمو علتو د نرخونو لوړېدو ته، چې سړی ګوري دا ګومان کېږي، چې هېواد به تل په داسې جګړه کې سوځي او د خلاصېدو به يې هېڅ سياستوال نه وي همدا وجه ده، چې په دې خاوره کې نن زموږ د شرافت ژوند له امکانه وتلې خبره ده او تل به د ولس ټټر ته د ټوپک شپېلۍ د هېواد د ښمنانو د مېړونو د نشتوالي له امله طالب او داعش د تور پنجاب په خوښه نيولې وي او په ګوليو به مو ټټر سوری سوری وي.
موږ وايو راځئ دغه د ټوپکو شپېلۍ نورې له خپلو ټټرو لرې کړو او هغه چا ته مخه کړو، چا چې زموږ په لور نيولي دي. د دې حق لرو، چې په سوله کې ژوند وکړو، له دې لارې پرمختګ وکړو، زده کړه وکړو، نړېوال شهرت پيداکړو، سياستونه مطالعه کړو، ملتونه وپېژنو، خپلو اولادو ته يوه سالمه روزنه ورکړو.
په افغانستان کې، چې نن فکر کوو د موجوده حکمرانۍ د دوه سرې ډلې تګلاره، چې ښاغلی محمد اشرف غني او د سولې عالي شورای رئيس عبدالله عبدالله يې په راز کې دي په خپله واکمنۍ کې هېڅ کوم پرمختګ دې خاورې ته د طالب جان او داعش خان له لاسه ورنه کړ، بلکې حکومت يې د خپل منځي اختلافاتو او شخړو له کبله په شاه تګ ته اړشو، چې کومه کاميابه پاليسي دې خلکو په ذهنو کې نه درلوده او نه ورسره په خپل ټيم کې کومه پياوړې څېره تر سترګو شوه، بلکې ټوله اداره يوه فاسده او بېکاره اداره ده، چې ملتونو ورته شاه کړه او ځوانانو ترې خپل څادر وڅنډلو او بهرنۍ نړۍ ته مخه کړه.
له څلوېښت کلنې جګړې را په دې خوا که خپل تاريخ او سياستوالو ته وګورو، سړي ته دا خبره په ډاګه کېږي، چې په افغانستان کې د حکومت چارې تل د نا اهلو کسانو په لاس کې لوېدلې دي، چې هېڅکله د خپل افغان او پردي دښمن د وينې توپير ونه شو کولای او تل د خپل ټوپک شپېلۍ د ملت په وړاندې نيولې او بيا خپل ځان قهرمان، رهبر، طالب، داعش، له هغوی څخه پخوانۍ ډلې خلقي، پرچمي او افغان دوسته هم ثابت کړی، چې موږ هېڅکله داسې سياستوال خپل مشران نه شو ګڼلای او نه ورته د تاريخ په پاڼو کې په ښه سترګه کتلای شو، بلکې دا پلورل شوي او د افغانستان د دښمنانو غلامان دي او تل به د هغوی په غېږ کې د يو دوه افغانيو په وړاندې ناست وي کوم پروګرامونه، چې هغوی ورکوي دوی به په هېواد کې په ملت په شدت سره عملي کوي، چې داسې کړنې ننني ځوانان نور په افغانستان کې په کلکو ټکو غندي او عاملينو ته يوه درنده سزا په افغانستان او دوحه کې غواړي.
که په رښتيا ځوانان، سپين ږيري، سياستوال او نور وغواړي، چې جګړه پای ته ورسېږي، د هغې عوامل په جدي توګه پيدا کړي او عاملينو ته سزا ورکړي حکومت به هم په خپل هېواد کې ارزښت پيدا کړي ملت به ورسره تر خپلې وسې مرسته وکړي، د خلکو لپاره به ګټې په کې رامنځ ته شي، نظام به د جوړېدو په لور ګامونه واخلي، سياست به پياوړی، اقتصاد به په پښو ودرېږي، له ډېرې پخوا زمانې څخه به دا موجوده کشالې او ډېر درانه او ترخه حقايق را وڅپړل شي، د هغو د هواري لپاره به زمينه برابره شي، په نننيو واکدارانو به د خپل عمل د سمې پايلې معلومولو لپاره او په هغو د غور کولو په عوض په نا اهلو کسانو پسې به په دې اداره کې سوي رڼا کول پيل او سمې لارې ته به سيخ شي.
په افغانستان کې د ځوانانو نيک احساسات د جګړې عواملو او د مصيبت جذبات يې په چړو وهلي دي او دې ته اړ کړي، چې له هېواد څخه خپلې پښې د جګړې د عواملو له وجې سپکې کړې ولې زموږ په دې اړه يقين دی، چې هغوی به له هېڅ وجې ستونزې ته غاړه کېندي او هغه راپارېدلې جګړه، چې نن پر دوی او د دوی په سيمو کې حاکمه ده هغه هم زموږ نه ده او په کاره ده، مخه ونيول شي او په ځای سوله راشي او هغه سزاګانې، چې په افغانستان کې مشرانو په يوه ډېره عادي خبره خپلو ولسونو ته ورکړي هغه نورې بندې کړي او د ظلم او زياتي کمپله له افغانستانه ټوله او ځای سولې ته وسپارل شي.
دلته يوه داسې جګړه او فضاء په افغان ملت حاکمه ده، چې ډېره بده ورځ يې خپله کړې په دې خاوره کې بهرني دښمنان د کورنيو دښمنانو په مشورې افغان ملت ته په لږ خبرې هم ولسي خلکو ته درنې ساپېړې او سزاوې ورکوي اوخلک په نه خبره زورول او وژل کېږي. موږ داسې سياستونه نه غواړو، د داسې کړنو عوامل پيدا کول غواړو، موږ په دې خاوره کې نور د ملت پاکه او سره وينه بې ځايه تويول نه غواړو، بس ده دا هېواد د افغان ملت په وينو د تاريخ په اوږدو کې ولمبېده، د دې ملت وينې به نور رنګ راوړي.
افغان ملت د جګړې په ډګر کې خپله مېړانه ښودلې تل په امتيازي شکل کې پاتې شوی ولې اوس د جګړې وخت پای ته رسېدلی، ځای بايد قلم او سولې ته وسپارل شي داسې سولې ته، چې ټول ملتونه په کې په خوشحاله توګه خپل ژوند غوره کړي او هغه ډلې او ټپلې که کورنۍ ډلې دي او که بهرنۍ نور يې د واک لکۍ په هره سيمه او هر قوم کې په ډېر هنر ټوله کړي او له هر ځای څخه د سولې په اړه غږونه پورته شي او خلک خپلو کارو ته لېوالتيا وښيي، چې په دې کار سره به امنيتي فضاء تر خپل بريده جوړه شي هم به د خلکو اقتصادي، سياسي، فرهنګي او نورې ستونزې هوارې شي او د جګړې د عواملو لمن به په هېواد کې ټوله شي.
موږ ځوانان غواړو، د جګړې عوامل پيدا کړو، جګړه پای ته ورسو، د اسلامي ثقافت له مخې پرمختګ او پياوړي مدنيتونه رامنځ ته کړو، د جګړې مخالفت کوو، د سولې ملاتړ کوو، زه تراوسه په دې خبره هېڅ فخر کولای نه شم، چې و دې وايم موږ هم په اوسني افغانستان کې مشران لرو، کوم مشران؟ څه يې کړي، دا خبره بېلکل غلطه ده، چې زموږ سياستوال د سټيج سره ته جګ شي او له هغه ځايه خبرې پيل کړي، چې په افغانستان کې پيل شوې جګړه د افغانانو نه ده، چې ستا نه ده د چا ده، ستا په کور کې خوده ولې په بل هېواد کې جګړې نه شته، ته کوښښ وکړه دغه جګړه د غوره او کاميابو سياستونو او سياستوالو په مرسته مهار کړه. په دې خو هر افغان ډېر ښه پوهېږي که جګړه مهار شي بيا د جګړې له ختمېدو سره د مشرانو ګټې هم په خطر کې لوېږي، غلاوې، چور او چپاول يې بندېږي نودوی هم ښه خوشحاله دي، چې په افغانستان کې او به خړې کړي او ډول ډول ماهيان د خپل ځان او کورنۍ لپاره په کې ونيسي.
له کوم وخت څخه، چې په افغانستان کې ځوانان نا آرامه او ناکام ژوند کوي ناکام ځکه ورته وايو، چې موږ د خپل هېواد په اړه کوم پرمختګ ونه ليد، چې دغه هېواد د مشرانو آباد کړی وي او يوه د آبادۍ ډبره د سياستوالو ايښې وي که له يوې خوا آبادېږي له بلې خوا پلونه او پلچکونه په بمونو د پاکستان او نورو هېوادو په مشوره د طالب جان له لاسه الوزول کېږي، ښوونځي او ښوونکي مې د پردۍ ګولۍ ښکار کېږي، لنډه دا په دې خاوره کې موږ ته د خپلو مشرانو له له لاسه د ژوند په هېڅ برخه کې د حقوقو د مساوات خيال نه ده ساتل شوی تر دې بريده پر موږ ډول ډول لوبې د خپلو سياستوالو له لاسه کېږي او د نړېوالو د خندا يو، ملت دومره يو ويده قوم دی، چې څومره په دې خاوره کې څوک خيانت او جنايت کوي هماغومره دوی ورته چکچکې وهي او داسې څوک پيدا نه شو، چې په جنايتکار باندې په افغانستان کې سر غوڅ کړی او ملت ورته دعا کړې وای.
د جګړې عوامل او بيا د هغې ختمول غواړو، چې پړه په شته سياسي لوبغاړو او سياستونو اچول کېږي، ځکه نن د دې جګړې او سولې مسؤليت ټول د دې خلکو په لاس کې دی. موږ به دا حالات په خپلو سترګو د تاريخ په پاڼو او بيا په راتلونکې زمانه کې څارو، چې څه کېږي؟ ښه کېږي که بد؟ پرېکړه به راتلونکي لوستونکي او ليکونکي په خپل وخت سره کوي دا اوس زما له عقل او منطق څخه يوه لوړه خبره ده، زه يو ډېر عادي شخص يم، چې په دې عواملو د اوس نظر ورکړم او دلته په ليکلې بڼه يو څه خپلو درنو لوستونکو ته پرېږدم.
افغان ملت د جګړې سخت مخالفت کوي غواړي له دې سره په ډېر شدت مبارزه وکړي او زموږ د مبارزې برخه په دې اړه ډېره پراخه او ځلانده ده، چې په دې برخه کې به يوه ورځ انشاءالله د هېواد ځوانان د کاميابۍ سندونه تر لاسه کوي او بل په دې پوره يقين او باور لرو، چې که څوک د ناوړه حالاتو په وړاندې په شپه او ورځ کې يو ساعت فکر وکړي، هغوی ته به د دې حالاتو د کم او کيف پته په ښه توګه څرګنده شي او د جګړې په مخالفت به سر له نن ورځې لاس پورې کړي، چې څومره يې افغانستان شاه ته واچولو.
په افغانستان کې د جګړې د عواملو او غوښتونکو په خپل وخت او خپل واک سره د ناوړه غوښتلو ډېر ښه او غوره ثبوت ورکړی، چې يوې خوا ته په دغه ملت د استعماري حکومتو په بېکاره مشورو سره د توپونو، ماشينونو، ټوپکو او پرله پسې بل پلو هغه جنازې، چې زموږ د واکمنو له خوا په څلوېښت کلنه جګړه کې په افغانستان کې له هر کور څخه پورته شوې دي دا د هېرېدو نه دي او نه څوک په دې سترګې پټولی شي، چې هغه د پټې شي، بلکې دا به همداسې بربنډېږي او ملت ته به په مخ کې اېښودل کېږي د هغوی راتلونکي اولادونه به د عبرت په توګه دغه تاريخونه لولي.
په افغانستان کې د ټولو کورنيو جګړو پر وخت پرېکړې او اعلاميې او هغه نامنظم جنګونه او خيانتونه، چې له دې ولس سره وشول او اوس کېږي، د هغو تاسيساتو خرابی، د ځوانانو سر پرېکونې او د افغانستان له محکومې طبقې وګړو سره په حکومتي چارو کې د يوه ښه حکومت نه رامنځ ته کول لنډه دا، چې د امکان تر حده اړيکې نه ټينګول هغه هم په تشه وينا له ارګ مېشتو څخه، چې ښاغلی محمداشرف غني او د سولې د عالي شورای رئيس عبدالله عبدالله او تش په نامه د دين پتنګان طالبان او داعش دي سره په يوه جوال کې دومره اوږد مزل او د دې خبرې ښه ثبوت دی، چې د افغان ننګياليو ځوانانو او مشرانو قافله لا ستوامانه شوې نه ده او د اروپا او امريکا په لور مزل پېژني او روان دي، چې د خپلې کورنۍ لپاره يوه ګوله ډوډۍ لاس ته راوړي.
په دې هېواد کې د جګړې له عواملو پرته هغه پېښې او حملې، چې د بهرنيو ملکونو له چوڼيو څخه په ولس وشوې، چې په هغو کې د کابل ښاريانو د وژلو دقيقه اندازه ما ته نه ده معلومه، د ښوونځيو، سرکونو د ړنګېدلو کيسې ترې جوړې شوې، دغه شان د روسانو نامنظم يرغلونو اود نننيو بهرنيو ورسره، چې زموږ ټولنه او ملي وګړي وژلي دي، ولې د خپل هېواد د آزادۍ لپاره ملت هرڅه کړي، چې بيا وروسته دغه لاس ته راوړنې افغان مشرانو په لوی لاس په سيند لاهو کړې دي، چې دغه جنايتونه او خيانتونه زما په ګډون يو افغان هم نه شي کولای، چې په يوه اسانۍ د هېر کړي.
په دې ځای کې زه نه شم کولای او دا يوه عمده ستونزه هم ده، چې موږ د د پېښو د بې حده ډېروالي او بل د هغو پېښو د خورا څرګندتيا له کبله نن ډېر تفصيل ورکړو، بلکې له دې کار څخه ځان ژغورو او نه شو کولای درنو لوستونکو ته د جنايتکارانو نومونه او دقيقې پېښې، چې په تېره يوه مياشت کې مو له درې زرو څخه د ډېرو افغانانو تلفات ورکړ په ګوته کړو، بخښنه غواړم په ځينو زما هم سر نه خلاصېږي، چې په دې ځای کې ما دومره پراخه موضوع نه غوښته، چې زه دې پرې ليکل وکړم خو دا، چې راڅخه اوږده شوه نو د خپلو نيمګړتياو او په افغانستان کې د موجوده سياسي کمزورتيا له پلوه ډېره بخښنه غواړم هيله ده، چې ما وبخښئ.
د جګړې د هستۍ د عواملو د وجود په اړه بحث کول زما په فکر داسې خبره ده، لکه سړی، چې د لمر په حق کې د ګرمۍ او رڼا وجود هسې خوله ستړې کول پيل کړي او په بېکاره او چټياتو خبرو په هېواد کې د خپلو سياستوالو په وړاندې استدال کوي، د هغو سياستوالو په وړاندې، چې هغه افغان ولس او خلکوته په هېڅ صورت د منلو نه وي او نه ترې کوم کوچ په حکومتي چارو کې ترلاسه کېدای شي، چې دغه اشخاص او سياستوال به په کوم حالت کې ولس د بريا په لور روان کړي او له جګړې به په کلکه وژغوري او هغوی ته به د جګړې عوامل په ګوته کړي هېڅکله هم نه.
حقيقت داده، چې د بهرنيو په موجوديت کې په افغانستان کې سوله راتلل دا به هسې يو خوب او خيال ليدل وي، چې موږ به ورته خپلې شپې سبا کو، بلکې وخت به هم ضايع کړو، که له زاړه استعمار څخه يې راواخلو دا حقيقت به راته د شمس النهار، انيس او اصلاح له ورځپاڼو ولګېږي او په دې ټول اوږده ډګر کې له افغانستان سره د همدردۍ کيسې په کې موجودې دي، چې په هغه وخت کې به د جګړې او ظلمونو په وړاندې په کې په زړه پورې مقالې او ليکنې د هېوادوالو له خوا خپرېدې.
د افغانستان د جګړې په عواملو، چې کله په دې ځای کې نن خبرې کول غواړو دا خبره سړي ته څرګندېږي، چې په دې جګړه کې په حقيقت کې د هېواد د ښمنانو کارتوس، ټوپک، غلې تېل او په بوجيو ډالرمصرف شول، ولې دوی ونه غوښتل، چې يوه رښتينې سوله د ملت لپاره رامنځ ته کړي، بلکې دا ملت يې همداسې په جګړه کې وساتلو، چې ترکله به په دې هېواد کې د جګړې اور بل وي او د ملت وينې به بهېږي.
په دې خاوره کې د هېواد روحانيونو، علماء، ملکانو، خانانو، ليډرانو او بالاخره سياسي کارپوهانو ته په کارده په سختو الفاظو او د سولې د غوښتلو لپاره له حکومت سره بحث او خبرو ته حاضر شي او د افغانستان د جګړې مسئله نوره له دې لارې حل او فصل کړي، يو سياسي لوبغاړی هغه لوبغاړی، چې هغه د دې هېواد په ګټه نه وي، ملت ته وفادره نه وي، تل يې خپلې ګټې په پام کې نيولې وي او د خپلې وينې، خپلې ژبې، خپل مټ او خپل قوم سره اړيکې نه ساتي که دا کار نه کوي، هغه خو بيا ليونی دی مګر موږ افغان ولس خو ليوني نه يو، چې د ګوتو په شمار سياسي لوبغاړي مو تل په جګړه کې ښکېل ساتي او د خپل ځان ګټې په کې خوندي ساتلې دي او موږ يې په وينو لمبولي يو. زه وايم راځئ افغان ملته له جګړې او د جګړې له ناوړه عواملو په افغانستان کې نور ځان ته نجات ورکړو.
د افغانستان ټول زورېدلی، دردېدلی او په وينو رنګ ملت د جګړې د پېلېدو او پيدا کېدو عوامل په خپلو ليډرانو اچوي، هغه که د هر ګوند او هرې ژبې خلک دي، ځکه دغه د جګړې اور همدې مشرانو د بهرنيو دښمنانو د يو دوه افغانيو او د غلامۍ په وړاندې په هېواد کې بل کړی او همدارنګه په دې څلوېښت کلنه سياسي لوبه کې د جګړې په وړاندې هم خپل ځانونه ناګاره او بې خبره اچولي او شپه او ورځ وايي، چې موږ له دې قوم سره په هره برخه کې همدردي ښودلې او په راتلونکي کې به هم له ځانه وښيو، نو په کار هم ده، چې په داسې حالاتو کې افغانستان هم خپلۍ همدردۍ له دې وروسته د خپل ملت په وړاندې دريغ نه کړي او نه په کارده، چې ويې کړي.
وروستي