
اتل پښتون د ډنمارک څخه :
تر هر څه دمخه د پښتو او په ځانګړې توګه د روهي او تاند د وزينو بریښنا پاڼو مننه کوم چې زما سره یی د اسلام په ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندې د نبوت د ختم مسئله را غبرګه کړه ، خداې تعالې دې دوې ته نور برې هم ور په برخه کړي .
په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د اسلام د ستر پیغمبر د میلاد بختورې ورځې لمانځل کیږي ، جشنونه نیول کیږي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت خبرې کیږي ، او نژدې ده چې اسلام د نړۍ تر ټولو ستر مذهب او دین و ګرځی ، زمونږ یو شمیر نا اهله هیوداوال تر او سه هم د خپل دین دښمنۍ څخه نه دې اوښتي او هماغې کانې کوي چې پخوا به یی دخپلو واکمنیو په وخت کې کولې .
ما څو ورځې مخته په دې اړه د هغه شکایت په اړه د خپل زړه درد و لیکه چې د اوسلو څخه راته دهغه ځاې یو اوسیدونکې د په اصطلاح دفروسټ دجومات د مسؤلینو د کړچار څخه او دا چې دختم نبوت تر نامه لاندې لیکل شوي کتابونه یی په خلکو کې د و یشلو په ځاې د یوې سترې مغازې په کثافت بکس کې اچولې و ، په اړه کړې و، په هغې لیک کې ترلاسه شوې ټول تفصیلې معلومات شامل و.
زما ددې لیک په اړوند یوه ډیر مخلص (دسیمې داوسیدونکې په نامه ) دغه آیت لیکلې چې « وان جاءکم فاسق بنباء ...» ( یعنې که کوم فاسق تاسې ته دکوم خبر په اړه معلومات درکړي نو تاسې د هغې خبر په اړه څیړنه وکړئ ....) ، دهغې ورور موخې دا دې چې ګویا په دې اړه کومه څیړنه نه ده شوې اودا خبر هسې هوایی خپور شوې دې . په داسې حال کې چې زه په خپله همدې ورور ته بلنه ورکوم چې تا باید په دې لاره کې لږ څه زحمت ګاللې وې او حقیقت دې ځانته معلوم کړې وې تر څو پخپله ددې آیت مصداق نه وې ګرزیدلې اونه دې د غلطو خلکو څخه ددفاع له پاره ځان ګنهګار کړې وې .
ماته یاد دې چې څو کاله مخته دلته په ډنمارک کې مونږ ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کارتونو د جوړونکي پرخلاف په لارو کو څو کې شپې سبا کولې اوهره ورځ مو خپل کارونه په دې خاطر پری ایښې و چې د اسلام د ناموس او داسلام د وروستي پیغمبر څخه دفاع کول راته اړین بریښیدل او زمونږ د ژوند څخه یی هم مونږ ته د لمړیتوب حق درلود . ما چې کله هلته په ناروې کې او بیا د افغانانو په ټولنه کې دداسې پیښې په اړه خبر واورید، نو سمدستې مې تیلفون راواخست او دخپلو پیژندونکو څخه مې وپوښتل ، یو شمیر یی په دې پیښه نه و خبر ، خو یوشمیر وګړو ته دا ګونګسې رسیدلې و ، بیا مې د ډیرې څیړنې وروسته دا لیک په داسې حال کې و لیکه چې زړه مې ژړا کوله او د کابل پوهنتون هغه صحنه را په یادیده چې هلته هم په ۱۳۴۸ هجري کال کې دهمدې کمونستانو له اړخه قران کریم د لیلې د څلورم منزل څخه لاندې را غورزول شوې و ، او بیا دهمدې کمونستانو دیوه مشر په لاسو د اسلام دستر پیغمبر کارتون د (مرد نوزنه ) تر عنوان لاندې د کابل په مطبوعاتو کې خپور شو .
څرنګه چې د فروسټ د جومات مسؤلین هم همغه خلک دي ، او ازمیښت شوي خلک دي نو په دې اساس مې کله چې دا خبره واوریده نو غونی مې زیږ شو او شا وخوا مې پوښتنې ګرویزنې پیل کړې .
ماته دهغې سیمې یوه اوسیدونکې «مبارز» داسې ولیکل : سلامونه او نیکی هیلی ټولو درنو او مسلمانو ورونو ته : تر کومه ځایه چه ما د ورونو څخه پوښتنه وکړه لمړی کتابونه دکثافاتو په صندوق کښی غورزول شوی وو اما کله چه خبره ډا ګیزه شوه نو داسی ویل کیږی چه د مسجدیوه مسؤل زر تر زره کتابونه بیرته را اخیستی دی که یقینا داسی شوی وی نو بیا خو اول همدا ..... »
ما د دروند لیکوال د لیکل شوي آیت له مخې یو ځل بیا په ناروې کې د یوشمیر مخورو کسانو سره تیلفوني اړیکي ټینګ کړل ، چې دهغوې د ډلې څخه یی یو هم په خپله دکتاب ژباړونکې سعید صاحب دې . هغه راته وویل چې :« که څه هم زه په سفر کې وم ، کله چې بیرته راستون شوم نو د فروسټ د سیمې د یوه اوسیدونکې لخوا راته وویل شول چې کتابونه ، دخلکو تر منځ د ویشلو په ځاې ، په کثافت بکس کې غورځول شوي دي ،زه پخپله دې خبرې حیران کړم چې دوې به ولې دا کار کړې وي ، کله مې چې د جومات د شورا دیوه غړي سره خبرې وکړې ، هغه راته وویل چې کتابونه مونږ و لټول خو دلته په جومات کې نه و ، د جومات دمسؤل څخه مو پوښتل ، هغه وایی چې چا به وړی وي . بیا ماته د جومات مسؤل غلام ګل مصلح په خپله تیلفون وکړ چې کتابونه مې تر لاسه کړي دې او له ماسره دي ، خلک راپسې هسې تبلیغات کوي ..... خو یو بل چا وویل چې کتابونه د قران کریم سره یوځاې غلا کړل شوي و او اوس چې دا خبره خپره شوه نو قران کریم اوکتابونه یو ځاې بیرته جومات ته را وړل شوي دی ...... نو زه په خپله هم نه پوهیږم چې څه پیښ شوی دي چې دداسې مقدسو کتابونو په اړه هسې اخوا دیخوا خبرې کیږي او کتابونه چې باید په همغه ورځ د خلکو تر منځ ویشل شوې واې ، بې درکه شوي او یا په خپل ځاې پاته دي ، الله خبر دې چې خبره به چیرې وي ، په هر صورت که ، خداې ناخواسته داسې ناوړه کار ترسره شوي وي ، نو نه یواځې زما بلکه د ټولو افغانانو او ټولو مسلمانانو د خفګان سبب به وګرځي! ... ؟....»
دروند لیکوال باید دې لورې ته متوجه وي چې هلته یوشمیر دینداره افغانان ګیله کوي چې په دې جومات کې نه دقران د تفسیر د ورکولو اجازه ورکول کیږي او نه داسې امام پریږدی چې هغه په قران او احادیثو باندې و پوهیږي . دې کې شک نه شته چې هلته به کوچنیانو ته درس ورکول کیږي خو دهغې مقصد هیڅ وخت دا نه دې چې کوچنیان دې په دین و پوهیږي ، بلکه په دې توګه دهغوې د پلرونو جیبونه د کرایی اونورو مصارفو په خاطر را شکوی . ماته د همدې جومات یوه غړي وویل چې دهغې وخته چې دا ځاې په کرایه اخستل شوې دې هیڅ تبلیغي ډله نه شې کولاې دلته راشي او دینی تبلیغ وکړي ان تر دې چې په دین پوه کسان په کې خپلې ناستې ته هم نه پریږدي . دسیمې ګڼ شمیر خلک وایی اوپه خپله دغه لیکوال هم که دسیمې ریښتنې اوسیدونکې وي په دې پوهیږی چې په حقیقت کې دا جومات د یو شمیر همدغو عناصرو له پاره چې زیاتره یی متقاعدین دی اوپخپلو کورونو کې د ناستې ځاې نه لري دمجلس او غوندو ځاې او حجره ده . چې د قران شریف دتوبې په سوره کې ورته « مسجد ضرار» ویل شوې دې .
په هر صورت دختم نبوت دکتابونو سره چې د قرانې ایتونو او نبوي احادیثو مجموعه ده ، داسې وضعه کول نه یواځې په افغان ولس ، پښتو ژبې ، بلکه په دین ملنډې وهل دي اوهر څومره په سختو ټکو چې و غندل شی کم دي ټول هغوې چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې اودهغه په اخري نبې کیدو باندې ایمان لری باید دا ډول عمل هسې عبس و نه انګیرې . دسیمې خلک باید خپلو ځانوته حقیقت معلوم کړي اوبیا په دې اړه خپل سهی غبرګون و ښیي .
اتل پښتون د ډنمارک اوسیدونکې .