دقران دسپکاوې یو بل جنایت


اتل  پښتون  د ډنمارک  څخه
                                    دقران دسپکاوې یو بل جنایت
تیره ورځ  یوه دوست راته د ناروې د مرکز ، اوسلو ، څخه  تیلفون وکړ  او د یوې ډیرې  لړزونکې  ناخوالې څخه یی خبر کړم  چې ماته د افسوس  وړ هم وه او  د ټولو افغانانو له پاره د شرم   سبب هم .
هغه دوست ماته  په تفصیل سره  وویل چې : د « ختم نبوت  » په نامه یو  کتاب   چې  د شیخ عبدالسلام رستمې لیکنه   او څیړنه  ده او څه موده  مخته  دلته  په فروسټ کې  د  قادیانیانو یا درسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت  د منکرینو  احمدیانو   ددویم نړیوال  مرکز د جوړښت   نه وروسته  د یو شمیر افغانانو  د  غوښتنو  له مخې  په پښتو  ژبه  د   قریب الرحمن سعید  لخوا  په پښتو روانه  ژبه  ژباړل شوې اوبیا  د همدې ځاې د یوه اوسیدونکې افغان   جمال مومند  لخوا  چاپ کړل  شوې ،دلته  په فروسټ  کې  د سیرت النبي  د ورځې  د کانفرانس  په  وخت کې  دخلکو  د ویشلو له پاره   راوړل  شوې  و خو په خلکو کې د ویشلو په ځاې د جومات د مسؤل له اړخه  په  کثافت بکس  کې ور غورزول شوې دې  .
 ددې کتاب یو کاپې ماته  هم  ددې  همدې دوست  له لارې  را رسیدلې ده .
په دغه  کوچنې کتاب    کې،  په رسول  الله صلی الله علیه وسلم باندې د نبوت دپاې ته د رسیدو له پاره  ګڼ شمیر  قراني ایتونه  ،  پخپله د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  احادیث  او بیا پخپله د همدې میرزایانو دکاذب  نبوت  دعوه کونکې دکتابونو  اولیکنو څخه  اقتباسات  را نقل  کړل شوي   او  په کې دا ثابته شوې  ده  چې  د رسول الله  صلی الله علیه وسلم نه وروسته    بل کوم نبي نشي راتلاې   او داچې  د نبوت  لړۍ  په اخري نبې  رسول الله  صلی الله علیه وسلم باندې پاې ته رسیدلې ده اودهغې وروسته چې هرڅوک  دنبوت  دعوه وکړي نوهغه  به  درواغژن او کاذب  انسان وي .
خو ددې دوست  تیلفوني خبرو زه  هغه وخت  ډیر غمژن کړم  چې راته یی وویل  چې څرنګه چې د فروسټ په دې  جومات  باندې  یوشمیر پخواني کمونستان واکمن دي  او په سر کې یی هم دهمدې کمونستانو پخوانې ملګرې چې بیاوروسته یی دمجاهد لباس  واغوست  ، ناست دې او د جومات څخه یی  د فاتحه اخستلو سالون  جوړ کړې ، دغه کتابونه  ، چې په قراني آیتونو او نبوي احادیثو باندې   مشتمل و،  هلته د یوې سترې مغازې  په  کثافت بکس  کې  ور  اچولي ، په داسې حال کې چې په دې کثافت بکس  کې د خنزیر  کثافات او پاته  شوې  مواد د نورو  کثافتونو سره  یوځاې  ور غورزول کیږي .
ددې خبرې په اوریدو  مې د قران کریم دا آیت مخې ته راغې  چې وایی « که چیرې  ستاسې  پلرونه ، زامن،  ورونه او ښځې  ، خپلوان ، مالونه او تجارت او هغه کورونه چې تاسې یی  خپل ځان ته را ښکلي یاست ، د الله  او دهغې درسول او دالله په لاره کې دجهاد  څخه  غوره وي نو بیا خو د الله د پریکړې انتظار وکړئ ، ....»  په خپله  د رسول الله صلی الله  علیه وسلم  څخه را نقل شوي دي  چې  ویلې یی دي : هغه  چا ته  زه د خپل پلار ، مور او ....څخه ډیر ګران او محبوب نه اوسم  نو هغه  دایمان   خاوند نه دې .
د جومات د مسؤل  ددې ناروا او غیر انساني عمل  څخه  داسې ډاګیزیږي  چې  دغو کسانو    د خلکو دغولولو  له پاره   د جومات تر نامه لاندې  دخپلو غونډو او میلو   له پاره  ځاې  رانیولې  او د کرایی دپوره کولو له پاره یی  دخلکو په سترګو کې   هغه ته د جومات نوم ورکړې  ، دا چې دوی  یو ځل بیا  د قران اود الله درسول  (ص) دومره بې عزتي    کړې  چې ددین پورې  اړوند دا کتابونه یی  بې له  کوم  دلیله  په  کثافت ځاې  کې ورغورځولي  ، د ټول افغان  ولس او په ځانګړې توګه د دین او  پښتو ژبې  مینه والو ته  دژور خفګان  سبب ګرزیدلې دی . په دې ډاډمن  یو  چې ټول  مینه ناک  پښتانه او دینداراه افغانان  به   دغه  غیر انساني عمل په سختو ټکو  و ټکوي  او دخپل اخري نبي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم، سره به خپله  مینه څرګنده او خپل ایمان به تازه کړي . ( انا لله و انا الیه راجعون )
اتل  پښتون  د ډنمارک  څخه