دافغانستان اسلامی امارت اعلاميه

 
 بسم الله رحمان الرحيم
په افغانستان کې د ملکي تلفاتو او ماشومانو د وژنې په هکله د ملګرو ملتونو د راپور  په اړوند، د افغانستان  اسلامی امارت غبرګون
 
د ملګرو ملتونو عمومی منشي ، بانکی مون ویلې چې په تیرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د مجاهدینو د بریدونو او د امریکایانو د عملیاتو له امله ۱۷۹۵ ماشومان وژل شوي او یا ټپیان شویدي خو نوموړي د خپل عادت مطابق یو ځل بیا زیاته پړه  په مجاهدینو اچولې ده .  دملګرو ملتونو په راپور کې د هغې بې بنیاده پیښې ‌‌‌ذکر  هم شوی  چې  تیرکال  د جون په میاشت کې  استعمار پورې تړلیو خپرونو ادعا کړې وه  چې   طالبانو دهلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ  کې یو اوه کلن ماشوم د جاسوسی په تور اعدام کړی دي . 
 
  په مجاهدینو ددغو هراړخیزو تورونو تر څنګ دوی ویلې چی د امریکایانو د عملیاتو له امله د ملکیانو او ماشومانو تلفات کم شوي دي . همداراز،  نوموړي د کابل ګوډاګۍ ادارې سره د هغه تړون ستاینه او یادونه هم کړې چی په فوځ او پولیسو کې د ماشومانو د نه جذبولو په هکله یې ددغې  ادارې سره لاسلیک کړی دي .
 
موږ له یوې خوا د ملګرو ملتونو د یوه بام او دوه هوا  سیاست چې له پورتنۍ وینا څخه یې له ورایه معلومیږي،  غندو،  خو له بلې خوا، د هر هغه اقدام ملاتړ کوو چې په هغه کې په افغانستان کې د ملکیانو، سپین ږیرو،  ښځو او ماشومانو د ژوند د ساتنې لپاره تر سره کیږی . ضمناً موږ د ملګرو ملتونو عمومي منشي، بانکي مون  ته  وریادوو  چې مونږ د حق د هغه خط  او قانون پیروان یو چې څوارلس سوه کاله مخکې د الله خوږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د  حج الوداع  په موقع ټول انسانیت ته  د الهي رحمت د سترې تحفې په توګه ورکړ. دا هغه وخت و چې  په نړۍ کې ظلمت حاکم  او چا د بشر د حقوقو نوم هم نه پیژانده.
  خو د ډیر  افسوس ځای دي چې دغه نړیواله اداره  پدې یویشتمه پیړۍ کې ، د بشر دحقوقوپه نوم سیاست بازي کوي  او  د واشنګټن د خوشحالولو پخاطر تور ته سپین او سپین ته تور وایې . له همدې امله، د افغانستان  اسلامی امارت غواړي د موضوع د لا روښانولو لپاره لاندني ټکي د ملګرو ملتونو او نړیوالو مخ ته کښیږدی :
 
۱-    د ارزګان په دهراود کې په واده، د هرات په عزیز اباد کې په خیرات، د ننګرهار په شینوارو کې په واده، په پکتیکا کې په زیارت کوونکو، په  پکتیا  کې په  مسافرینو، په ځدراڼوکې په  لمونځ ګذارانو ، طالبانو حملې کړې دي که همدې یرغلګرې امریکې؟ ایا پدې خونړیو پیښوکې په سلګونو ماشومان او نور ملکیان  شهیدان نه شول؟ تاسی یې کله  یادونه کړې ده؟
 
۲-      آیا دوه ځلې د افغانستان اسلامی امارت ټولې نړۍ ته په جهر اعلان نه دی کړی چې راشئ،  د ملکي تلفاتو په اړوند مشترک کمیسون جوړ کړو. لومړی یې مرتکبین معلوم کړو او بیا سزا ورکړو. ولې تاسی تر اوسه پورې  پدې اړوند خاموش یاست او دغه کار ته  غاړه نه ایږدئ؟
 
۳-     آیا د امریکې د استخباراتو ملي شورا، د جنرال پټریس په غوښتنه، د افغانستان په اړوند هغه میداني حقایق  له خپل راپور نه ونه غورځول کوم چې په تیر دسمبر کې خپور شو تر څو د جنرال پټریس هغه ادعا وې دروغجنې ثابتې نشي  چې وایې موږ د طالبانو زور مات کړی او دا مجاهدین دي چې ملکیانو ته تاوان رسوي؟ آیا دتاسی دغه اوسنۍ وینا د همدې امریکایي سیاست برخه نه ده او پلوي یې نه کوئ؟
 
۴-       آیا ستاسې وینا د هغه سیاست برخه نه ده چې د امریکې د ملي استخباراتو د رئیس جیمز کلیپر، سی آی ای او جنرال پټریس له خوا تیر کال طرح شوې او هدف یې دا دي چې باید د امریکایې  عسکرو تلفات کم وښیي  او د هغوی بشرې سرغړونې له عامه انظارو پټې وساتي او په مقابل کې ، د مجاهدینو تلفات زیات څرګند او په ډول ډول بشري سرغړونو یې تورن کړي؟ د همدې تګلارې وروسته، ستاسې له خولې ، په نیویارک کې د بشر د حقوقو د سازمان، د عفوې د نړیوال سازمان او د افغانستان د بشرد  حقوقو د تش په نامه سازمان  له خولې  په مجاهدینو دملکیانو او ماشومانو د وژلو الزمات نه ښیې چې دغه ادارې د بشر د حقوقو د ساتنې  تر چترلاندي  د امریکا یې استعمار لپاره کار کوي؟
 
۵-     تاسې جناب ولې تیر کال په کندز کې د ۱۵۰ ملکیانو د وژل کیدو مسئله نه راپور ته کوئ  او ولې یې نه غندئ، کوم چې د امریکایې الوتکو په بمبارۍ کې شهیدان شوي او ټول ولس ورنه خبر دي؟
 
۶-     د ملګرو ملتونو په راپور کې د تیر کال د جون په میاشت کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د یوه اوه کلن ماشوم د اعدام خبره هم شوې ده . اسلامی امارت په همغه وخت کې یو هئیت سیمې ته ولیږه . د مکملو  تحقیقاتووروسته ثابته شوه  چې پدغه سیمه یعنې ساروان کلا  کې داسې واقعه نه ده شوې . نه هلته په هغه وخت کې ددښمن له خوا عملیات او یا بمباري شوې چې څوک د جاسوسۍ په تورونیول شي . دا هم باید ووایو د اسلامی امارت د نافذه قوانینو له مخې هیڅ قوماندان او یا قاضی  پخپل سر څوک نشې اعدامولی . د موضوع څیړل او د مشرتابه منظوري په هرصورت  لازمي ده .  آیا ستاسی دغه ادعا  د ټایم مجلې هغه راپور ته  ورته نه ده ،چې تیر کال یې د مجلې په پوښ د یوې ځوانې نجلۍ  انځور خپور کړی و چي پوزه یې پرې شوې وه او ادعا یې کړې وه چې طالبانو دا کار کړی دي خو وروسته ثابته شوه چې طالبانو په دغه مسئله کې هیڅ لاس نه درلود بلکې هغه خبریال هم ردکړه کوم چې ددې واقعې په هکله  په لومړي ځل راپور لیکلی و. هغه اوس هم وایې  دغه یوه کورنۍجنایې مسئله وه اوکورنۍ یې هم دا خبره مطبوعاتو ته وکړه چې په دې مسئله کې طالبان لاس نلري خو بیا هم دا موضوع دامریکی له خوا د سیاسی مقاصدو لپاره استعمال شوه.
 
۷-      په هیواد کې د اسلامی امارت د اقتدار په وخت کې امیرالمومنین ملامحمد عمرمجاهد حفظه الله ددفاع اوکورنیوچارووزارتونو ته هدایت کړی و چې پخپلو ټولو عسکري غونډونو او کنډکونو کې  ماشومان جذب نکړي او نه د جنګ په محاذ ورځنې استفاده وکړي، هغه هدایات لا تر اوسه نافذ العمل دي خو افسوس دادي چې تاسې په افغانستان کی د لس کاله جګړې وروسته د کابل ګوډاګۍ ادارې سره په فوځ کې د ماشومانو د نه جذبولو موافقه اوس لاسلیک کړه، د پوښتنې وړ ده چې تاسې د بشر د حقوقو ټیکدارانو پدې مهمه بشری مسئله کې لس کاله ځنډ ولې وکړ؟
 
۸-       ملګرو ملتونو په راپور کې دا خبره هم کړې ده ، چې مجاهدین د جګړې په هکله د جینوا د کنوانسیون سرغړونه کوي . موږ خو له  پیل څخه ددې خبرې ِغوښتنه  کوو چې په افغانستان کې  دې د جګړې ټولې خواوې دجګړې منل شوي اصول مراعات کړي، خو ایا د امریکې له خوا په بګرام، قندهار او ګوانتانامو کې د زرګونو بیګناه افغانانو بندي ساتل د جینوا د کوم قانون مطابق دي؟ هغوی ته ددفاع حق نه ورکول او بې له محکمی په بند کې ساتل د بشر د حقوقو د کوم اصل سره سمون خوري؟ آیا همدا اوس د امریکې په هر بیس کې د امریکې خاص قواوو  وحشیانه بندیخانې نه دې جوړې کړې او بندیانو ته ډول ډول شکنجې نه ورکوي او ډیریې د شکنجو له امله نه دې شهیدان شوي؟ په همدې میاشت کې په ګوانتانامو کې د شکنجو له امله نامتو جهادی شخصیت معلم اول ګل شهید نشو؟ هغه د کوم بشری قانون له مخې  د تیرو نهو کالونو راهیسې بې له محاکمې په ګوانتانامو کې ساتل شوی و؟  
 
۹-       اوس افغانان راویښ شوي، سپین او تور پیژنې، ولس ستاسې ددیموکراسۍ، د ښځو او ماشومانو د حقوقو او د بیان د ازادۍ د شعارونو ماهیت پخپلو سترګو ولید. ددغو تورونو او شعارونو تکرار تاسې ته پخپله  تاوان رسوي . نور دغې ډرامې ته د پای ټکی کښیږدئ او د افغانانو کور افغانانو ته پریږدئ .
 
                                                     د افغانستان اسلامي امارت