د شګې جومات

نرۍ نرۍ د سباوون رڼا راپیدا شوې وه او ځلیدونکیو ستورو د مخه ښې اشارې کولې ، یو نیم ځای د سپیو او چرګانو نارې هم اوریدل کیدې او دکلي په خواکې د بهېدونکي خوړ د اوبو شرهار بیا دې سباوون ته یو بل ډول خوند ورکړی و .
لږ شېبه ورسته رڼا زیاته شوه اوشپې توره لمن ټولوله ، ښه سهار شو ، په پټیوکې د کروندګرو د یوم غږ اوریدل کیده او په شاوخوا غونډیو کې دمېږو او وریو رمباړې او ګړینجانیو شرنګهار بیا په کلي کې د هر چا غوږو ته رسیده .
یو څه وخت چې تیر شو ، د لمر سترګې د غره له څوکې لږ سترګه راپورته کړې وه او هر چا ته یې بېلا بیل پیغامونه درلودل ، د لمر وړانګې د شاوخوا په ځینو خټینو کورونو لګیدلې وې .
د کلي کلاګانې ، چې له سلو کلونو مخکې په ښه نقش او نګار سره جوړې شوې وې ، د وخت ناخوالو یې د ځینو برجونو او پخڅو سرونه شړولي و او په ځینو دیوالونو کې یې د تیرو جګړو د ګولیو او چرو سوري له ورایه ښکارېدل .
د کلي په منځ کې د شګې جومات و ، چې دغه جومات په زیاتو ونو پوښلی و ، د جومات په خوا کې د اوبو یوه ویاله اوبه بله خواکې یې د اوبو سرپټی حوض هم وو ، چې د لرګي پخوانۍ نقش لروونکې وړه کاسه د اوبو څښلو لپاره په کې پرته وه .
د شګې په جومات کې د کلي نږدې شپېته تنه ماشومان ، چې نجونې او هلکان په کې و دکلي ملا ته د سپارې ویلو لپاره حلقه ناست وو ، ملاصاحب به لویو هلکانو ته قران شریف وایه او دغو هلکانو به بیا کوچنیو ته سپارې ویلې ، دوی د سهار له چای څښلو څخه مخکې دغه درس وایه ، د شګې په جومات کې دماشومانو دسپارو ویلو غږونو دومره شور او ځوږ جوړ کړی و ، چې د ونو پاڼې یې رپولې .
ملاصاحب اوږده د مخ کاسه ، ژیړ بخونه نرۍ تار تار ږیره ، جګ قد درلود او په پټو سترګو یې هلکانو ته د قران کریم ایاتونه تکرارول او نورو وړو ماشومانو ته یې اوږده لښته ښوروله .
سپاره په لاس کې ماشومانو هم دملاصاحب پېښې کولې ، سترګې یې پټې نیولې وې او د الله هو په څیر یې سرونه ښورول او سپارې یې ویلې .
په دې وخت کې د لمر سترګه پوره دغره له څوکې راپورته شوې وه او وړانګې یې هم د جومات د ونو په څانګو لګیدلې وې .
د ماشومانو د رخصتۍ وخت ته یواځې اوه اته دقیقې پاتې وې ، چې یو ناڅاپه د دوه الوتکو کړس شو اوله کړس سره یو ځای ملاصاحب او ماشومانو هڅه کوله ،چې پورته د الوتکو پر لور وګوري ، چې درز شو ، چې له دې سره دشګې جومات څخه خړې او تورې لوخړې راپورته شوې ، بم د ماشومانو غوښې او د سپارو ټوټې د ونو په څانګو ونښلولې او دماشومانو پر ځای د ونو غوڅې شوې څانګې ، چې لمبې او دود وهلې وې راپریوتې ، له کورونو څخه سرلوڅو او پېښبله میندو په کوکو او نارو دشګې جومات پر لوري منډې وهلې او هر چا دخپل ماشوم د لیدو هڅه کوله .
لږ شېبه وروسته نورې چورلکې راغلې د شګې جومات په خواکې یې ژر ژر په لسګونو دریشي کړي ژیړ سري او شین سترګي بهرنیان راخوشي کړل ، د شګې جومات خواته یې دخلکو دتګ مخه ونیوله او دخپلو وږیو ټوپکو خولې یې دکلي دخلکو پر لور نیولې وې .
ټوله ورځ یې د شګې شاوخوا سیمه کلابند کړي وه او د وژل شویو کسانو په اړه یې پلټنې کولې چې دا ترهګر دي او که نه ؟ خو د کلي په کورونو کې ښځو ا ونارینه وو خپل وېښتان شکول او زړه بوږنونکې ژړاوې یې کولې .
مازیګر مهال نا وخته شین سترګو بهرنیانو دماشومانو یو څو غټ غټ اندامونه د پلټنو په موخه راټول کړي وو او د یوې ونې ډډ ته یې لکه دقربانۍ غوښه ټوټه ټوټه اچولي وو ، چې د ماښام دتیارې په راتلو سره یې له کلي پیښې سپکې کړې او کلي یې ژړاګانو کوکو او ویرونو ته پرېښود . دغو ځواکونو دهېواد د ټولو رسنیو دفترونو ته خبرپاڼې ولېږل او خبر یې ورکړ ، چې د دوی ځواکونو په هوایي بمبار سره په یو پټنځای کې د شپتیو په شاوخوا کې ترهګر ووژل شول ، د رسنیو چلوونکیو او کارکوونکو هم د تازه خبر په نامه پرته له کومې څیړنې د خبر پاڼې دغه خبر په دې موخه چې تر نورو یې ژر خپور کړی وي ، په بیړه اژانسونو ، تلویزیونونو ، راډیوګانو او ورځپاڼو کې په پټو سترګو خپور کړ