کرزى صيب ځان دې نور هم بې خونده کړ

 کرزى صاحب کېداى شي چې ځان به ډير درته هوښيار ، سياست پوهه ، تجربه کار او په ملت مين   ښکاري که دغه ځانګړټياوې لومړى په تا کې موجودې هم وې ، خو اوس داسې ښکاري چې له لاسه دې ورکړي او نور عام ملت درباندې باور نه کوي .
د هر سړي عيب د هغه سړي د ولي منځ وى ، چې ده ته نه ښکاري ، خوبل سړى يې ښه ويني ، چې کرزى صيب ته هم  په دغه ډول خلکو کې راځې او خپل عيبونه نه وينې اوستا په شاوخوا راتاو کسان چې ستاعيبونه ويني ، هغه يې د ډالري معاش او څوکۍ په موخه نه درته وايي او له عام ملت سره خو ته اړيکې نلرې ، چې تا د عام ولس له ستونزو، وړانديزونو، ځورونې  او نظر څخه خبر کړي .
په دا تېرو اوو کلونو کې دې د يو شمېر لاسته راوړنو ترڅنګ داسې ګلان هم کرلي، چې تاريخ به يې نورو نسلونو ته په زرينو کرښو پرېږدي ، لکه په هسکه مېنه کې ستا د ملګر ( امريکايانو) لخوا پر واده بمبار چې د ناوې او زوم په ګډون په لسګونو کسان په کې ووژل شول او همدومره نور ټپيان شول ، دغه راز په شينډنډکې پر يوه کلي بمبار چې له سلو تنو زيات کسان په کې ووژل شول ، په لغمان او نورستان کې بمبار او د لسګونو کسانو وژل کېدل ، دغه راز په خوست کې د اوه ورځيني ماشوم وژل او د بل څلور کلن ماشوم په سپي داړل ، همدارنګه په کندهار کې د يوې ناوې او زوم په ګډون د اتلسو کسانو وژل ، په فر اه کې د شاوخوا ١٥٠ عامو وګړيو وژل  ... او نورې دردونکې وژنې شاملې دي .
همدارنګه دې د زور ،  فشار او څوکۍ ساتلو لپاره د څو ولسواليو ولايت کول يوه بله کړنه ده ، چې اوس ستا دويم مرستيال  د څو نورو ولسواليو ولايت کول هم غواړي ، چې ددې هېواد په لوى ټبر دې يو بل ميخ وواهه او د هېواد د نوموتو اتلانو په نومونو دې مډالونه داسې کسانو ته ورکړي ، چې ددې هېواد تجزيه ، بې ثباتي او وراني غواړي .
دا تېر اوه کاله خو دې حکومت ټول په مصلحت ، معامله ، غولونې ، اوښکو تويونې ، کله په احساساتي او کله په خندا، (خداى مو راوله)  او نور ويناوو او کړنو سره وکړ ، خو اوس دې بيا وار له مخکې تېرو کړنو ته په کتو سره  هغو معاملو ته لاس اچولى ، چې هغه تېرې به ورته  هيڅ هم نه وي ، چې ښه بېلګه يې ستا د دوو مرستيالانو چې په حقيقت کې مرستيالان نه ، بلکې پښې وهونکي او غوڅوونکي دي ، چې يواځې د خپلو قومونو او سيمو په خدمت کې بوخت وي او بل قوم ، په طالب ، القاعده ، حزب اسلامي ، پاکستاني  او نورو نومونو تورنوي ، شکنجه کوي يې ، ځمکې ، کورونه ، نغدې پيسې  يې  او د سر سړي يې ترې اخلي او ته ورته مډالونه ورکوې او بيا ورته وايې چې الله مو راوله .
 هغه تېر ځل هم تا احمد ضيامسعود او خليلي په دې موخه خپل  مرستيالان ټاکلي وو ، چې په دوى پورې اړوند قومونه تاته رايه واچوي ، خو يوه قوم قانوني او بل محقق ته رايه واچوله او ته يواځې بيا همدې لوى ټبر ( پښتون ) ته رڼې سترګې پاتې شوې او دې قوم له ننګه ځوانانو خو پرېږده ، چې ان اتياکلنې ښځې او سپين ږيري يې په خرو سپاره کړل او تاته يې رايه واچوله ، خو تا يواځې د همدغه قوم په مېشتو سيمو کې جګړه ، بمبار ، ترور ، په سپيانو داړل ، د ناوې او زوم ، قومي مشرانو او علماوو وژل جاري وساتل ، په دې ونه توانېدې چې ددې بدبختيو لامل  او د حل لار ورته پيداکړې ،ولې ستا په موجوديت کې ستا په باتور قوم د تروريست ، القاعده ، ترهګر او نور نومونه ايښودل کيږي ، خو پوښتنه پيدا کيږي چې په دا نورو قومونو کې دا ډول کسان  نشته ؟
 
اوس دې بيا هغماغه ډول کسان د مرستيالانو په نومونو ټاکلي ، چې بيا به په تا څه ډول کانې وکړي ، خو اوس فکر نه کوم چې ددې مرستيالانو له نومونې وروسته څوک درته رايه درکړي ، ځکه ستا رايه اوس هم په پښتنو سيمو کې ده او هغه قوم او سيمې څومره چې ستا په واکمنۍ کې  په بېلابېلو نومونو ځپل شوې دي ، ډير وخت داسې نه وې ځپل شوې .
کرزى صيب اوس نو ددې  مرستيالانو په ټاکلو سره  ددې لوى قوم له رايې لاس پريمنځه او د همغو مرستيالانو رايې ته سترګې په لار شه، چې تا پرې تکيه کړې ده .