د خپلواکۍ جشن دکوټې بنديوان شو

بشارت
د نړيوالۍ ټولنې په مالي او ځاني ملاتړ سره  له اوو کلونو لګښتونو او هڅو  وروسته   حکومت په دې ايله وتوانېده ، چې د هېواد د خپلواکۍ جشن ، چې د ټول ملت د وياړ او سرښندنې پايله ده له ازادې فضا( غازي لوبغالي ) څخه کومې کوټې ارګ ، اماني لېسې او يا استقلال لېسې ته را ولېږدوي .
ددې پرځاى  چې د جشن سيمه نوره هم پراخه شي له بده مرغه  د جشن چمن او لوبغالى د امنيتي ملحوظاتو له امله په کوټې بدليږي او د يوې عادي غونډې بڼه غوره کوي  .
اوس پوښتنه دلته ده ، چې په ارګ ، اماني لېسې او يا په استقلال لېسې کې به د ټانکونو، درنو اوسپکو وسلو، بېلابېلو موټرو او د لسګونو زرو پوځونو نمايش څنګه ترسره شي او که دا ونه شي ، نو د جشن مانا څه شوه او عام وګړي به څه ډول ددې جشن ننداره وکړي ؟
ډيره د افسوس خبره ده، چې د هېواد د خپلواکۍ جشن په کومه کوټه کې نمانځل کيږي هغه هم دداسې هېواد، چې تل يې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په موخه د سرونو په بيه دا هېواد ساتلى ، ګټلى  او له پرديو څخه  پاک ساتلى ، خو اوس داسې حالت ته رسېدلى ، چې  د نمانځلو ورځ يې دکوټې بنديوانه کيږ‌‌ى .
دغه ډول پرېکړه وروسته له هغه وشوه ، چې  کله د مجاهدينو د ١٦ کليزې د برياليتوب په ورځ (د غويي په  ٨ مې ) د کابل ښـار غازي لوبغالي ته څېرمه د جشن پر مراسمو  له پنځه سوه مترۍ څخه د وسلوالو طالبانو له خوا بريد وشو ، چې د ولسي جرګې د يوه غړي په ګډون پنځه تنه په کې ووژل شول او لس نور ټپيان شول  .
 هغه مهال ټولې نړۍ په ژوندۍ بڼه وليدل، چې د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې قوت څومره په دې هېواد کې د ډاډ وړ دى  .
له دې اعلان سره چې سږکال  به د هېواد د ٨٩ مې د خپلواکۍ د کليزې جشن  په کوم تالار کې ترسره شي ، عام ولس ته يو ډول ذهني نا ارمتيا پيدا شوې او داسې انګېري ، چې نور هېواد خو پرېږده ، چې دوى له دومره امنيتي تدابيرو سره سره په پلازمېنه کابل کې هم خوندي نه دي ، چې د خپل هېواد دخپلواکۍ  مراسم په ازاده فضا کې تر سره او هغه وويني ، چې دې اعلان زياتر خلک د حکومت په حاکميت شکمن کړي دي  .
د حکومت يوه چارواکي په يوه خبري کنفرانس کې دومره غټ دورغ وويل ، چې له ځان څخه يې څو چنده غوښن او زيات وو، دغه چارواکي خبريالانو ته وويل چې دغه جشن ځکه د يادو شويو ځايونو په کوم تالار کې کې ترسره کوي ، چې د غازي لوبغالي د رغونې کار پيل شوى دى او نه شي کولاى چې تېر په څېر هلته ترسره شي ، خو که تاسو لوستونکي غازي لوبغالي ته لاړ شئ ، نو هلته د هيڅ کار د پيل څرک به ونه وينئ او دغه لوبغالى په خپل حال دی  . خو اصلي خبره داده ، چې اوس حکومت په دې باور دى ، چې که په کومه کوټه کې ددې جشن مراسم ترسره شي ، نو بيابه هغه ډول وېرونکې پېښـه نه رامنځته کيږي او په دې کې به د حکومت پرده پرځاى وي ، خو ملت چې هر څه وايي هغه پروا نلري ، چې نړيوال څه ونه وايي
 خو د حکومت واکدارانو ! دا جشن ستاسو نه ، بلکې د ملت دى او ملت  ته تاسو داسې ډاډمنه فضا برابره کړئ ، چې دغه  له وياړونو ډکه ورځ د هېواد په ټولو لويوښارونو، ولايتونو او ولسواليو کې په خورا خوښۍ سره ونمانځي، خو له هغوى څخه دغه د خوښۍ ورځ په کوټه مه ننباسئ ، چې بله ورځ به بيا په کوټه کې هم د نمانځلو چانس درته نه وي .