
د زړه يوه يار راته د روهي ويبپاڼې پته راولېږله او چې کليک مې کړه . دروهي پراخ تندی راته موسکی و.خوشحاله شوم.
مونږ به سمه ده له نړۍنه وروسته هم يو، دخوشحال باباخبره قوت داتفاق به هم نه مومو، ډېری وخت مو تش دنيکونو د يادولو په باټو هم تېرېږي، خو دخوشحالۍ يو څرک هم شته او هغه دادی چې ننني ځوانان د خپلو پرونيو مشرانو په څېر تش دنيکونو اوپلرونودميړانې په يادولو خولۍ اسمان ته نه غورځوي بلکې دهغوی دنوم د ژوندي ساتلو لپاره له داسې لارو کاراخلي چې هم هغوی ژوندي وساتي او هم دخپل ژونداو دنورو دژوند دپرمختګ لارې خلاصې اوچارې بشپړې کړي. زه به دروهي ويبپاڼې په خوشحالۍ کې د غني خان دا نيم بيت وليکم چې هغه دخپلې لور شان دانې د پيدایښت پرمهال ويلی و.
خدايه جوړ ترې اباسين کړې په ګلونو کې بهېدلی
بشارت