غزل

رفيع الله زيار
هم يې جامه هم يې پګړۍ سپينه ده
هم د پښتون  د  زړه  نړۍ  سپينه ده
 
فيصلې  شي  په  کې  د  شپو لپاره
منم چې ستا دنګه ماڼۍ سپينه ده
 
پاچا که  شنه  شړۍ  په  تن  کې  لري
بل يې د ښکلي خيال شړۍ سپينه ده
 
د تورو زلفو کړۍ  تور رنګ  لري
نن مې لاسونو کې کړۍ سپينه ده
 
پاتې کېدلو کې يې ځنډ نه راځي
ځي د قلم  دغه  لړۍ  سپينه  ده
 
مين د مينې جام په تا پسې وړي
رڼو  اوبو  نه  د غړۍ سپينه  ده
 
زياره  تل  هغه سړی کامياب  دی
چې يې د ژوند هره ګړۍ سپينه ده
۲۵\۱۱\۱۳۸۹
خوست